د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د یوناما ماموریت د تمدید هر کلی وکړ


د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیر په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د ماموریت د تمديدو هر کلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرون پنجشنبه مارچ ۱۷ (کب۲۶) یو پریکړه لیک منظور کړ چې له مخې یې په افغانستان کې ددې سازمان حضور د یو بل کال لپاره تمدید شو.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازولی هم په خپل ټویټر پاڼه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت د غزولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اقدام هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیر ایان مککري چې اوس مهال له قطر څخه فعالیت کوي، نن جمعه مارچ ۱۸ (کب ۲۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "زه د امنیت شورا د نوي فرمان د تصویب هر کلی کوم. امنیت شورا تیره ورځ یو مهم ګام پورته کړ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار د اهمیت پر دوام باندې ټینګار وکړ، ځکه دغه هیواد اوس مهال د خپل تاریخ له یوې مهمې شېبې څخه د تېرېدو په حال کې دی."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدارنګه د افغانستان سره پداسې حال کې د خپلو سیاسي اړیکو د ساتلو لپاره رایه ورکړه چې طالبان څه باندې شپږ میاشتې کیږي واک ته رسیدلي او تر اوسه هیڅ یو هیواد یا سازمان هغوي په رسمیت ندي پيژندلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا پریکړه لیک په افغانستان کې د دې نړیوال سازمان د سیاسي استازولۍ (یوناما) ماموریت د ۲۰۲۳ کال د مارچ تر ۱۷ مې نیټې پورې تمدیدوي چې ویل کیږي د سولې او ثبات د تامین لپاره "مهم" دی.

په پریکړه لیک کې د طالبانو نوم ندی یاد شوی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه پریکړه لیک ته ۱۴ مثبتې رایې ورکړل شوې خو روسیې په رایې اچونې کې برخه وانخیسته.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي ډاکتر رامز الاکبروف پخپل راپورکې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې یا (OCHA) نن جمعه مارچ ۱۸(کب ۲۷) د ښاغلي الاکبروف له قوله راپور کې ویلي: "د افغانستان خلک دا مهال د خواړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ له یوه بېساري بحران سره مخامخ دي."

XS
SM
MD
LG