د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) څارنوال کریم خان دغې محکمې ته د فرانسې او اسپانیا په ګډون د شپږو هیوادونو له خوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو په تړاو د پلټنو لپاره استول شوې دوسیې د رسیدلو د تائید په ترح کې ویلي چې په دې اړه له وړاندې په شویو پلټنو کې د پام وړ پرمختګ شوی، چې پایلې به یې ژر اعلان شي.
د هلنډ د هاګ په ښار کې د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) څارنوال د جمعې په ورځ نومبر۲۹(لیندۍ نهم) په یوه اعلامیه کې د ټولو هغو کسانو څخه چې په دغو پلټنو کې یې دغې محکمې سره مرسته کړې مننه کړې ده.
هغه ویلي: "زه دا رپورت ورکولی شم، چې د افغانستان په وضعیت کې د جنسیت پر بنسټ د ځورونو د تورونو په پلټنو کې له وړاندې ډیر زیات د پام وړ پرمختګ شوی او زه ډاډه یم چې ډیر ژر به وکولای شم چې کوټلې پایلې اعلان کړم".
د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لیندۍ اتم) د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د څارنوال دفتر د شپږو هیوادونو چیلي، کاسټاریکا، اسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو څخه په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو څخه د سرغړونو د پلټنو لپاره یو غوښتنلیک ترلاسه کړ.
په دې غوښتنلیک کې دغو هیوادونو په افغانستان کې د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري وضعیت په خرابیدو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او د کریم خان له دفتر څخه یې غوښتي چې د خپلو روانو پلټنو په دوام پر هغو جنایتونو باندې غور وکړي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ترسره شوي دي.
د څارنوال کریم خان له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "د روم د جرمونو د نړیوالې محکمې د اساسنامې له مخې یو غړی هیواد ممکن څارنوال ته یو وضعیت چې په کې یو یا زیات جرمونه ترسره شوي وي د قضایي واک په حدودو کې محکمې ته راجع کړي او د څارنوال څخه غوښتنه وکړي چې ایا په وضعیت کې دخیل کس او یا کسان کیدای شي چې ددغسې جرمونو له امله ګرم وګڼل شي".
څارنوال کریم خان ویلي چې دفتر یې ددغه غوښتنلیک ترلاسه کول تائیدوي او زیاته کړې ده چې دا دفتر د افغانستان د وضعیت په اړه په فعال ډول خپلو پلټنو ترسره کولو ته دوام ورکړی، چې له وړاندې د شپږو هیوادونو په غوښتنلیک کې شامل ادعا شوي جنایت په کې شامل دي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) څارنوال کریم خان په دغه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۲۰ د هغه دفتر د ۲۰۰۳ کال د مې د میاشتې د لومړۍ ورځې راهیسې د افغانستان په حدودو کې د ادعا شویو جنایتونو ترڅنګ ددغه هیواد په جګړه کې د نورو اړوند ادعا شویو جنایتونو چې د ۲۰۰۲ کال د جولای له اول څخه ترسره شوي د پلټنې غوښتنه کړې وه.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د ۲۰۲۰ کال د مارچ په پنځمه د محکمې د مرافعه څارنوالۍ خونې د رایو په اتفاق زما دفتر ته ددې واک وسپاره چې پلټنې پیل کړي".
همداشان په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۳۱ د جرمنو د نړیوالې محکمې د څارنوال دفتر ته د محکمې دمخه د دوېیمې خونې له خوا په افغانستان کې د پلټنو د بیرته پیلیدو واک ورکړ شو.
په دې اعلامیه کې ویل شوي :"تر دا مهاله زما دفتر د افغانستان د وضعیت په تړاو په یوخپلواک، بیطرفانه او قوي ډول پلټنو ته دوام ورکړی دی چې په کې د جنسیت پر بنسټ د ښځو او نجونو د سیستماتیکي ځورونې په ګډون ټولې ادعاوې شاملې دي".
په دې اعلامیه کې د جرمنو د نړیوالې محکمې د څارنوال دفتر دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد جنایتونو په ګډون د جنسیت پر بنسټ د جنایتونو پر وړاندې د حساب ورکولو د تعقیبولو په برخه کې د خپلو پراخه ژمنو انعکاس ښودلی او ددغو ادعا شویو جنایتونو په تړاو یې ددغو شپږو هیوادونو له خوا د پلټنو د غوښتنلیک د عزم هرکلی کړی دی.
په دې اعلامیه کې څارنوال کریم خان ویلي چې دفتر به یې ددغو پلټنو د دوام لپاره د ټولو اړوندو خواو سره بوخت پاتې شي او په افغانستان کې به پرمختګونه له نږدې وڅاري. همداشان څارنوال کریم خان ویلي چې هرڅوک د ادعاو شویو جرمنو په تړاو معلومات د هغه دفتر سره شریکولی شي.
د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د څارنوال کریم خان په دې اعلامیه کې بله اونۍ د غړو هیوادونو غونډې ته په کتنې ټولو هیوادونو څخه غوښتي چې د روم د جرمونو د نړیوالې محکمې د غړو هیوادونو څخه د پلټنواو د ترسره شویو جنایتونو پر وړاندې د حساب ورکونې څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپا ره دغه دفتر سره همکاري وکړي او اړینې منابع ورته برابرې کړي.
د طالبانو حکومت د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال دفتر دغې اعلامیې ته لا غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی د ښځو او نجونو پر حقونو یې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي. طالبانو ۱۱۷۰ ورځې کیږي چې په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو په پورته ښوونځیو کې نجونې له زده کړو منع کړي او هم ۷۱۰ ورځې کیږي چې طالبانو د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو دروازې د ښځو او نجونو پرمخ تړلي دي.
همداشان طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې ښځې هم له کار څخه منع کړي او په عام ژوند کې یې پر ښځو او نجونو باندې پرله پسې محدودیتونه لګولي دي.
ملګرو ملتونو د طالبانو دا کړنې د جنسیت پر بنسټ تبعیض ته ورته بللې او د طالبانو څخه یې ددغو اقداماتو د پای ته رسیدو غوښتنې کړي دي. خو د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ (زمري ۳۱) په افغانستان کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په پلي کولو سره د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لا پراخه کړل او د ښځو او نجونو پر وړاندې د خپل حکومت ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړه.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د طالبانو څخه ددغه قانون د لغوه کیدو غوښتنې کړي، خو طالبانو حکومت ویلي چې دا قانون به په ټول افغانستان کې په تدریجي ډول پلی شي.
فورم \ دبحث خونه