د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي پارلمان په افغانستان کې د 'جنسیتي اپارتاید' په رسمیت پيژندلو غوښتنه وکړه


د اروپايي پارلمان په پرېکړه لیک کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د امر بالمعروف قانون لغوه کړي، او د ښځو او ماشومانو د حقونو اړوند نړیوالو کنوانسیونونو ته درناوی وکړي.
د اروپايي پارلمان په پرېکړه لیک کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د امر بالمعروف قانون لغوه کړي، او د ښځو او ماشومانو د حقونو اړوند نړیوالو کنوانسیونونو ته درناوی وکړي.

د اروپا پارلمان په تازه پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د "جنسیتي اپارتاید" په رسمیت پېژندلو او پر طالبانو باندې د نورو بندیزونو د لګولو غوښتنه شوې ده.

د اروپايي پارلمان د پنجشنبې سپتمبر ۱۹ (وږي ۲۹) په پرېکړه لیک کې پر هغو هېوادونو باندې نیوکه شوې چې د طالبانو سره اړیکې عادي کوي.

په دغه پرېکړه لیک کې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوي قانون کې پر ښځو باندې د جنسیت پر بنسټ "ظالمانه محدودیتونه" غندل شوي او له اروپايي هېوادونو غوښتنه شوې چې جنسیتي اپارتاید ته ورته دا وضعیت د بشریت په خلاف جنایت وګڼي.

په دغه پرېکړه لیک کې، چې په ۵۶۵ موافقو، اتو مخالفو او ۴۳ ممتنع رایو تصویب شو، د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د امر بالمعروف قانون لغوه کړي، او د ښځو او ماشومانو د حقونو اړوند نړیوالو کنوانسیونونو ته درناوی وکړي.

په پرېکړه لیک کې اروپايي هېوادونه هڅول شوي چې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

په دغه پرېکړه لیک کې د اروپايي اتحادیې له غړو هېوادونو څخه همدارنګه غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په چوکاټ کې د داسې یو میکانیزم څخه ملاتړ اعلان کړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونکو په خلاف شواهد ومومي او تورن کسان نړیوالې جنايي محکمې ته وکاږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایووا د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې په داسې حال کې چې نړۍ د طالبانو له حکومت سره د تعامل هڅه کوي، د طالبانو د حکومت پرېکړې او په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون انفاذ د "واقعي تعامل" په اړه منفي پیغام لري او دا قانون له پامه نه شي‌ غورځول کېدای.

اوتنبایووا وویل چې دا پرېکړې د طالبانو او نړۍ ترمنځ واټن پیدا کوي او په خبره یې، طالبان د دې په ځای چې د افغانستان د خلکو ستونزو ته پام وکړي،‌ "شدیدې تګلارې صادروي."

په افغانستان کې د امر بالمعروف په نوي قانون باندې د پراخو نړیوالو نیوکو سره سره، طالبان ټینګار کوي چې دغه قانون د ښځو حقونه نه پامالوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا ملت ته د رسنیو له لارې د حساب ورکولود پروګرام په لړ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې ښځې ددغه قانون په پلې کېدو سره له کومو ستونزو سره نه دي مخامخ شوي او ټینګار یې وکړ چې "د ټولو موضوعاتو ربط ورکول ددغه نوي قانون سره ښه کار نه دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG