د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کرکټ کپټان له څلورو لوبو بند شو


د کرکټ نړیواله شورا وايي د نژادې تبعیض په اړه هېڅ زغم نلري
د کرکټ نړیواله شورا وايي د نژادې تبعیض په اړه هېڅ زغم نلري

د کرکټ نړیوالې شورا ( آي سي سي) د نژادي توپیري څرګندونو له کبله د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پر کپټان سرفراز احمد د څلورو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو بندیز ولګوه.

سرفراز احمد د تېرې شنبې په ورځ (جنوري۱۹) د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ یوې لوبې کې مخالف لوبغاړي اندیلي فیلکوایو ته په اردو کې "تور– تور پوست" ویلی و. د ویکټو په بیخ کې اېښودل شوې کیمرې د هغه دا خبره ریکارډ او خپره کړه وه.

د اس پي ان ویبسایټ د راپور په اساس سرفراز ویلي وو " آی تور هلکه! نن ستا مور چېرته ناسته ده او تا ورڅخه د کومې دوعا غوښتنه کړې ده."

د کرکټ نړیوالې شورا د سرفراز احمد دا خبره یوه نژادې تبعیض وګاڼه او هغه ته یې سزا ورکړه. د آی سي سي په اعلامیه کې د اجرايي مشر ډیوید ریچرډسن له خولې لیکل شوي دي چې دغه شورا د دا داسې پېښو په اړه "هېڅ زغم" نلري.

سرفراز دغه لوبغاړي ته هغه مهال دا خبره کړې وه چې لوبه د پاکستان له لاس په وتلو وه او همدغه لوبغاړي له سخت حالت څخه د جنوبي افریقا لوبډله وویستله، لوبه یې وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

سرفراز احمد له دغې پېښې سملاسې وروسته په خپل ټویټر کې له خپلومینوالو او هم مخامخ له دغه لوبغاړي رسمي بخښنه وغوښتله. هغه وویل چې نه یې غوښتل دا خبره یې نړیوال او د کرکټ مینوال واوري.

د سرافراز دغې خبرې په ټولنیزو رسنیو کې هم د کرکټ د مینوالو ترمنځ بېلابېل غبرګونونه پارولي وو. پاکستان له جنوبي افریقا سره د ټسټ، یوې ورځنیو او۲۰ اورونو سیالۍ لري. د ټست او یوې ورځنیو لوبو سیریزونه یې بایللي دي.

XS
SM
MD
LG