د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د ۲۰۲۰ نړیوال جام سیالۍ وځنډول شوې


د نړیوال سیالۍ جام په استرالیا کې کېدې
د نړیوال سیالۍ جام په استرالیا کې کېدې

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۰ شل اوریزو سیالیو لوبې وځنډولې.

دا لوبې د همدغه کال د اکتوبر په میاشت کې په استرالیا کې کېدې.

د کرکټ نړیواله شورا وايي د اپرېکړه یې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کړې ده.

د دغې شورا اجرايي مشر مانو ساهني د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۲۰ (چنګاښ۳۰) وویل: " د ۲۰۲۰ د شل اوریزو سیالیو د ځنډولو پرېکړه له ډېر غور وروسته وشوه. "

نوموړي وویل په دغې پرېکړې سره د کرکت د نړیوالې شورا ته نورو نړیوالو سیالیو لپاره لارې او انتخابونه پرانیستل شول.

د کرکت د نړیوالې شورا د پرېکړې په اساس اوس به د کرکټ دوه شل اوریز جامونه په دوو کلونو کې کیږي، د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په میاشت او د ۲۰۲۲ د اکتوبر په میاشت کې چې پایلوبې به یې د نومبر په ۱۴ او ۱۳ وي.

د کرکټ د نړیوالې شورا همدغه راز ویلي دي چې د ۲۰۲۳ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې به د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې په هند کې کیږي.

د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د کروناویروس پېښې او حالت جدي څاري او هڅه یې دا ده چې د کرکټ مینه والو ته بیا نړیوالې لوبې پيل کړي.

د افغانستان په ګډون ۱۴ لوبډلې د ۲۰۲۰ شل اوریز نړیوال جام کې لوبېدلې او دا ټولې لوبې په استرالیا کې وې.

XS
SM
MD
LG