د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې په تیر یوه کال کې یې د طالبانو ۵۳۸ جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.
د سرې میاشتې د ټولنې سکرتر جنراله نیلاب مبارز د سه شنبې په ورځ د (مۍ ۸) د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ ورځ په لمانځغونډه کې وویل چې تیر کال کې د افغان ځواکونو او طالبانو ۱۱۱۴ جسدونه د هفوی کورنیو ته سپارلي دي.
میرمن مبارز وايي په تیر یوه کال کې یې د زندانیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ ۳۰۰۰ پیغامونه تبادله کړي دي.
میرمن مبارز وايي "د اجسادو انتقال دواړو لورو ته شوی، ۱۱۱۴ جسدونه د دوی کورنیو ته انتقال شويدي. ۵۷۶ جسدونه د دولتي امنیتي ځواکونو پورې مربوط وو او ۵۳۸ جسدونه مخالفینو پورې تړلي وو".
په ورته وخت کې په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر وايي، چې د ( می ۵) په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړي او ژر به د طالبانو تر کنټرول او نفوذ لاندې سیمو کې د دوی فعالیتونه بیرته له سره پیل شي.
د ۲۰۱۹ کال د (اپریل ۱۲) د سره صلیب کمیټې د طالبانو د ګواښونو له کبله خپل فعالیتونه بند کړل او لا تر اوسه یې فعالیتونه بند دي.
په افغانستان کې د سره صلیب یا ای سي آر سي مشر خوان پدرو شیخر امریکا غږ ته وویل چې درې ورځې وړاندې یې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر سره لیدلي او هغوی ته یې د سره صلیب د خپلواکۍ ویلي.
د ښاغلي شیخر په وينا طالبانو یې پيغام اوریدلی او ښايي ژر به د سره صلیب فعالیتونه د دوی تر نفوذ لاندې سیمو کې پيل شي.
ښاغلی خوان پدرو شیخر وايي "تمه لرو، چې دا بندیزونه ژر له منځه یوړل شي. تر اوسه دا بندیزونه لا په خپل ځای دي او د دوی تصمیم ندی بدل شوی".
خو سره صلیب وايي، یوولس دفترونه او اووه روغتیايي مرکزونه یې فعال دي.
د سره صلیب کمیټه وايي، چې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې د وژل شوو د جسدونو انتقال او د زندانیانو سره د هغوی د کورنیو لړۍ هم درېدلې ده.
ښاغلی خوان پدرو شیخر وايي "کوم پروګرام چې مونږ یې د افغاني سرې میاشتې له لارې تطبیقوو او د جګړو له سیمو د جنګیالیو، عساکرو او د امنیتي سرتیرو د وژل شوو جسدونو انتقال د دوی کورنیو ته تراوسه ځنډیدلی دی. تمه ده چې ژر بیرته پيل شي، له زندانیانو سره د هغوی د کورنیو د غړو د لیدنې پروګرام هم محدود شوی دی".
د سره صلیب کمیټه په داسې وخت کې د خپل فعالیت په هکله څرګندونې کړي چې افغانستان لا هم سختې خونړۍ جګړې ځپي. دوی له ښکیلو جنګي غاړو وغوښتل شول، چې جګړه ودروي او نور خلک قرباني نه کړي.