د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب کمیټې افغانستان کې د لومړنیو توکو د بیو په لوړېدو اندېښنه ښودلې


د سره صلیب نړیوالې کمیټې د افغانستان په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو په لوړیدو اندیښنه څرګنده کړې او ویلي چې د خوراکي موادو، تیلو او نورو ضروري توکو بیې په بې ساري ډول پورته ختلي چې اکثره خلک یې د اخیستلو توان نلري.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د چارشنبې د ورځې ناوخته جولاې ۱۳(چنګاښ ۲۲) په یو راپور کې ویلي چې تیر کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو وروسته، د اوړو بیه ۶۸ ، د غوړو بیه ۵۵ ، د ډیزلو بیه ۹۳ او د زراعتي سرې بیه ۱۰۷ په سلو لوړه شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې پر افغانانو باندې د نړیوالو مرستو بندیدل، په بهرنیو بانکو کې د افغانستان د شتمنیو ګنګل کیدل او د وچکالۍ شدت په افغانستان کې د اقتصادي بحران د عواملو په توګه یاد کړي دي.

په دغه راپور کې د یو افغان دکاندار له قوله ویل شوي چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې، هر مشتري یې په میاشت کې تر شلو زرو افغانیو خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ مواد اخیستل ، خو اوس دا اندازه پنځه زرو افغانیو ته را ټیټه شوې ده.

دغه دکاندار ویلي چې مشتریان یې په ډیرو ستونزو دا اندازه پیسې د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره سپموي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو څخه زیات کسان د خوړو په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري او ۹۵ فیصده خلک د خوړلو لپاره پوره خواړه نلري. ملګرو ملتونو ویلي چې شاوخوا لس میلیونه ماشومان د ژوندي پاتې کیدو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتیدو وروسته دغې کمیټې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د روان کال له پیل څخه تر اوسه یې ۵۶ زرو کسانو سره د نغدو پیسو مرسته کړې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په دغه راپور کې ویلي: "مونږ همدارنګه یوولس زره وچکالۍ ځپلو بزګرانو سره مرسته کړې ده. د هغوی زیات شمېر د وچکالۍ له امله تر یوې مودې خپل کار ځنډولو ته اړ شوي وو".

دغې نړیوالې ادارې ټینګار کړی چې د مرستو د دوام سره سره افغانستان کې بشري اړتیاوې نورې هم زیاتې شوي دي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې د نړیوالې ټولنې او نړیوالو ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په دې وروستیو اونیو کې د کابل یو شمیر اوسیدونکو هم په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو څخه شکایتونه کړي و او ویلي وو چې هر لیټر پټرول او ډیزلو په بیو کې د ۲۰ افغانیو پورې زیاتوالی راغلی دی.

اوس مهال په کابل کې یو لیټر پټرول په ۹۵ افغانۍ او یو لیټر ډیزل په ۱۳۰ افغانیو خرڅیږي. د تیلو د بیو د لوړیدو وروسته د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، چې ځینې کړۍ د تیلو د بیو په لوړیدو کې لاس لري .

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت کابل کې په ازرانه بیه د تیلو د برابرولو لپاره د تیلو څو ټانکونه هم پرانیستي دي. د تیلو په دغو ټانکو کې د تیلو نرخ د نورو ټانکو په پرتله یو څه ارزانه دی.

XS
SM
MD
LG