د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: د خپلو فعالیتونو په اړه طالبانو سره د خبرو هڅه کوو


د سره صلیب نړیواله اداره وايي، پر خپلو فعالیتونو د بندیزونو لیري کولو په اړه یې له طالبانو سره د دوه اړخیزو خبرو هڅې پیل کړي دي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې ادارې ویاندې رویا موسوي د یکشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې یاده اداره هڅه کوي د خبرو له لارې رامنځته شوی وضعیت روښانه کړي.

اغلې موسوي زیاته کړه:"موږ د افغانستان له خلکو سره ژمن پاتې کېږو،زموږ بشردوستانه خدمات زموږ د همکارانو او له مرستو څخه د برخمن کېدونکو خلکو په امنيت پورې اړه لري."

سور صلیب په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ په جګړې کې د ښکېلو خواو ترمنځ د ټپيانو او مړو د لېږد او هم د ښکېلو خواو سره د بندیانو کورنیو ته د حال احوال وړلو او نورو بشري برخو کې فعالیت کوي.

د سره صلیب ادارې مسؤلین پر داسې مهال دا څرګندوني کوي چې طالبانو د روانې میاشتې پر ۲۲مه نېټه د سره صلیب او د روغتیا نړیوالې ادارې پر فعالیتونو د بندیزونو خبر ورکړ.

طالبانو وویل، چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ځینو «مشکوکو» فعالیتونو له امله د روغتیا نړیوال سازمان او سره صلیب ادارې پر فعالیتونو د دوی تر دوهم اعلان پوري بندیز لګولی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په تېره اګست مياشت کې هم پر سره صليب تور پورې کړی وو چې د کابل په پلچرخي زندان کې د غذايي اعتصاب کوونکو طالبانو ته یې کافي خواړه نه‎دي ورکړي او په نتيجه کې يې امنيتي موافقه ماته کړه.

خو هغه مهال په قطر کې د دواړو لورو تر منځ تر خبرو وروسته طالبانو بېرته تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یادې ادارې ته د فعالیت اجازه ورکړه.

XS
SM
MD
LG