د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ ټاکنې به په راتلونکي حمل کې وشي


ټاکل شوې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د چهارشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د ټاکنو ڼیټه اعلان کړي.
ټاکل شوې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د چهارشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د ټاکنو ڼیټه اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته نږدې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د حمل د میاشتې په ۳۱ نیټه به د افغانستان د ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

دې سرچیني دا هم وویل چې نن د سه شنبې په ورځ (زمري ۹مه)ټاکنو خپلواک کمیسیون د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له استازو سره ناسته درلوده او په دې ناسته کې څو نیټو بحثونه وشول، چې په پای کې ټولو ګډون کوونکو د حمل د میاشتې پر ۳۱ نیټه چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل شلمه ده موافقه وکړه.

بل لورته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به سبا رسما د ولسمشرۍ د ټاکنو کره نېټه اعلان کړي.

ښاغلي سادات وویل "نن د ټاکنو په کمیسیون کې ناسته وه، ټول نیټې تر بحث لاندې نیول شوي دي، کره نیټه به سبا ته کمیسیون اعلان کړي".

د دې احتمالي نېټې په اساس د ولسمشرۍ ټاکنې د پارلماني ټاکنو نه شپږ میاشتې وروسته ترسره کیږي.

تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د ارګ په ماڼۍ کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له غړو غوښتي وو چې هر څه عاجل دې د ولسمشرۍ د ټاکنو نیټه دې اعلان کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، کمیسیون چې هره پرېکړه کوي حکومت یې هرکلی کوي او د ولسمشر غوښتنه دا وه چې هر څه ژر دې د ټاکنو نیټه معلومه شي.

د بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند یو بل مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغه کمیسیون د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله د ولسوالیو د ټاکنو د ځنډ غوښتنه کړې ده، چې دا مسله اوس د ملي امنیت د شورا تر بحث لاندې ده.

XS
SM
MD
LG