د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان وایي د علي وزیر ضد خپل کاندید نه ودروي


د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان وایي چې د جولایي میاشتې په عمومي انتخاباتو کې یې د پښتون ژغورنې تحریک د مخکښ مشرانو خلاف د خپل گوند د کاندیدانو د نه ودرولو پریکړه کړیده.

عمران خان دغه خبرې د جیو ټلویژون د خبریال حامد میر سره په یوې مرکې کې کړیدي. "مونږ دا کوښښ کوو چې مونږ د پي ټي ایم سره یو ځاې مسلې حل کړو. تحریک انصاف پریکړه کړې چې په وزیرستان کې د علي وزیر خلاف خپل کاندید نه ودروي".

کله چې حامد میر د ښاغلي خان نه وپوښتل چې د علي وزیر په وجه په وزیرستان کې جنگ شویدی، نو خان په ځواب کې وویل چې مونږ نه غواړو هغوي یواځې پریږدو، بلکه غواړو هغوي د ځان سره یو ځاې کړو.

د پي ټي ایم مخکښ مشران، علي وزیر او محسن داوړ دواړه سیاسي سابقه لري. علي وزیر پخوا هم دوه ځله په انتخاباتو کې برخه اخیستي ده. هغه امریکاغږ ته ویلي و چې په ٢٠١٣ کال کې یې انتخابات تقریبا گټلې و خو په ټگۍ برگۍ هغه ته ماتې ورکړل شوه.

علي وزیر د عمران خان د څرگندونو نه وروسته په فیس بک خپل ځواب ورکړ. هغه وویل چې نن په مطبوعاتو کې زما په هکله ډیرې خبرې وشوې او زه په خپله اړه انتقادونه اورم .

علي وزیر زیاته کړه، "عمران خان ماته ټیلفون وکړ او ماته یې وویل چې ټکټ درکوم. ما ورته وویل چې زه د ازاد کاندید په حیث په انتخاباتو کې برخه اخلم. مونږ د ظلم خلاف راوتلي یو او زه به خپله مبارزه جاري ساتم. عمران خان د حامد میر سره په پروگرام کې د پي ټي ایم سره خپل ملاتړ څرگند کړ او زه یې منندویه یم."

ښاغلي وزیر وویل چې هغه پخپله په انتخاباتو کې برخه نه اخیستل غوښته خو د خلکو په غوښتنه یې دا پریکړه وکړه.

هغه وویل "زه ستاسو سره لوظ کوم چې د چا سره جوجاړی نه کوم. خپل سر ورکوم ،خپله وینه ورکوم خو د پي ټي ایم د اصولو او مطالباتو نه په شا کیږم نه. علي به نور تیز ووینئ خو په شا به یې و نه وینئ.

خو هغه زیاته کړه چې څوک د پي ټي ایم ملاتړ کوي، مونږ ورسره یو. او چې څوک یې مخالفت کوي، مونږ به یې مخالفت کوو.

د پي ټي ایم یو مشر محسن وزیر چې د وزیرستان نه په انتخاباتو کې د ازاد کاندید په توگه برخه اخلي، تیره اونۍ امریکاغږ ته په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې د پي ټي آي په شمول نورو گوندونو هم کوښښونه پیل کړیدي چې هغوي ورسره یوځاې شي خو دوي په انتخاباتو کې د ازاد کاندید په توگه د برخې اخیستې پریکړه کړیده.

د یادونې وړ ده چې منظور پښتین د یکشنبې په ورځ په خپل فیس بک لایو کې خپلو پلویانو ته وویل چې پي ټي ایم پخپله یوه سیاسي گوند نه دی، او د تحریک مشران او یا ملاتړي کولی شي چې انتخاباتو کې برخه واخلي او هر چا ته چې وغوړي رای ورکړي.

علي وزیر او محسن داوړ د ازاد کاندیدانو په توگه په انتخاباتو کې برخه اخلي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG