د لاس رسي وړ اتصالات

ايمل ولي خان: د خیبر پښتونخوا نیمايي برخې عملا د ترهګرو په کنټرول کې دي


 سناتور ايمل ولي خان په یو بيان کې ويلي چې د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په ګډون زیاترو جنوبي ولسواليو ته څوک د شپې پر وخت نه شي ورتللی.
سناتور ايمل ولي خان په یو بيان کې ويلي چې د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په ګډون زیاترو جنوبي ولسواليو ته څوک د شپې پر وخت نه شي ورتللی.

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر او سناتور ايمل ولي خان ويلي دي چې د خیبر پښتونخوا ايالت نیمايي برخې عملا د ترهګرو په کنترول کې دي.

نوموړي د سپټمبر پر ۲۱ (وږي ۳۱) د ګوند پر ټولنيزو شبکو اېکس (پخواني ټويټر) او فېسبوک کې په خپاره کړي بيان کې ويلي چې د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په ګډون زیاترو جنوبي ولسواليو ته څوک د شپې پر وخت نه شي ورتلای. هغه زياته کړې چې حکومت او امنیتي ادارې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.

نوموړي وړانديز کړی چې په خيبر پښتونخوا کې دې د روانې ناامنۍ په اړه د پارلمان او اړونده ادارو ګډه غونډه راوبلل شي او په هغه غونډه کې دې له امنيتي ادارو په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ د خرابېدونکي اوضاع په اړه ځواب وغوښتل شي.

ايمل ولي خان زياته کړې چې د پوليسو د هڅونې پر ځای د هغوی د روحیې د کمزوري کولو هڅې کېږي. نوموړي دا راز وويل چې په خيبر پښتونخوا کې دې په تېرو څو کلونو کې د ترهګرۍ د زياتېدو لاملونه ملت ته ور وښودل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو، په ځانګړې توګه په قبايلي سيمو او جنوبي ولسواليو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې ولس يې پرضد پرلتونه، لاريونونه او جرګې هم کړې دي.

تر دې وړاندې د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ويلي وو چې د خيبر پښتونخوا ځينې سيمې د شپې پر وخت عملاً د وسله والو په کنټرول کې وي. "په ډېره اسماعيل خان، ټانک او لکي مروت کې هېڅ پوليس نه شته. د شپې په اوږدو کې دا سیمې د وسله والو په ولکه کې وي او د ورځې بيا پوليس راشي."

بل خوا حکومت او امنيتي ځواکونو دا ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي چې په سیمه کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره يې د وسله والو پرضد بې توپيره هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی او يوشمېر وسله وال يې وژلي او سيمې يې ورڅخه پاکې کړې دي.

د پاکستان پوځ په دا وروستيو کې ويلي وو چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره پوځ، استخباراتي پوليس او نورې قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ تر ۱۳۰ زيات عمليات کوي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر او ویاند جنرال احمد شریف چودري د سپټمبر پر پنځمه (وږی ۱۵) په راولپينډۍ کې يوې خبري غونډې ته وویل چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲ زره او ۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې له وسله والو سره د نښتو پر مهال ۱۹۳ پوځي افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد څلور زره او۲۱ عملیات کړي دي چې د هغه په وينا ۹۰ وسله وال پکې وژل شوي دي.

دا چې د ترهګرۍ پرضد هره ورځ پر دومره عملياتو سربېره هم ولې ناامني نه ده کنټرول شوې او دا عمليات ولې نه دي موثره، د چارو شنونکی رفعت الله اورکزی يې په اړه وايي، دا چې پوځ پر دومره پراخه کچه د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پوځي عملیاتو ادعا کوي خو د هغه په وينا، بلخوا تحریک طالبان پاکستان بیا یوازې د اګست په میاشت کې د ۲۴۳ بریدونو کولو مسولیت منلی دی.

نوموړي زياتوي: "دا خو د پروپاګند جګړه ده، طالبان هم د زیاتې مرګ ژوبلې اړولو ادعاګانې کوي او پوځ هم وسله والو طالبانو ته اوښتي تلفات زیات ښيي."

د پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري وايي چې په پاکستان کې دمګړی داسې هېڅ سيمه نه شته چې هلته څوک د وسله والو د موجودګۍ له امله نه شي تللای. "په پاکستان کې داسې هېڅ سيمه نه شته چې عملاً د ترهګرو کنټرول پکې وي."

د نوموړي د دې ادعا په ځواب کې شنونکی رفعت الله اورکزی وايي، دا خبره سمه ده چې د پخوا غوندې لکه په سوات او وزیرستانونو او نورو سیمو کې چې تحریک طالبان پاکستان ولکه لرله، اوس هغسې نه ده خو هغوی په خیبر پښتونخوا کې تر ۱۰۰ زیاته وړې وړې ډلې لري او بریدونه کوي.

د هغه په خبره، پخوا به وسله والو طالبانو له افغانستان څخه بریدونه کول خو اوس هغوی ټول بریدونه همدلته په پاکستان کې دننه تنظیموي، او د امنیتي ادارو تر ټولو لویه ناکامي دا ده چې دغه پټې ډلې یې معلومې نه کړې.

نوموړی زیاتوي: "پاکستان یو مضبوط دولت دی. طالبان څنګه توانېږي چې په دومره پراخه کچه د پاکستان له خاورې بریدونه کوي او زموږ ادارو ته یې پته نه لګېږي، او حال دا چې هغوی په هر ځای کې شتون لري."

اورکزی وايي، دا مهال د خیبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو بنو، ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، وزیرستانونو او ټانک کې هره ورځ درې څلور پولیس وژل کېږي. د نوموړي په وینا، "د شپې مهال پولیس له تاڼو نه شي راوتلای او نه حکومت لیدل کېږي. سرکاري چارواکو ته ویل شوي چې د شپې مهال به سفر نه کوئ. په سرکاري ګاډو کې سفر مه کوئ، سرکاري کارتونه له ځان سره مه وړئ."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG