د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: افغانستان کې هره ورځ ۱۱زره کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق کیږي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي، اوس مهال په ټول هیواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق دوام لري او هره ورځ تر ۱۱زره کسان واکسین کیږي.

د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر نن چهارشنبه فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال په مرکز او ولایتونو کې د کرونا ویروس ضد واکسین کولو ۳۷۷ مرکزونه فعالیت کوي چې له دغه جملې ۱۶ یې یوازې په کابل کې فعال دي.

ښاغلي هژیر زیاته کړه چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین له پیل څخه بیا تر دامهاله څه باندې اته میلیون کسان واکسین شوي دي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

هغه وویل چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت څخه بیا تر دا مهاله ۳.۶میلیون کسان واکسین شوي دي. د روغیتا وزارت ویاند ټینګار وکړ چې دوی په هیواد کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق برخه کې هڅې زیاتې کړي دي.

په افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق کمپاین د تیر کال د اپرېل میاشتې پر ۱۶مه لومړی په کابل کې پيل شواو تر هغه وروسته د دغه هیواد ۳۳ ولایتونو ته هم پراخ شو.د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس کرونا واکسین له ۱۸ کلنۍ څخه پورته کسانو ته ورکول کیږي.

اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد سینو فارم چینايي، جانسن ایند امریکايي او په هند تولید شوی واکسین طبیق کیږي.د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند وویل چې له دوی سره اوس مهال د کرونا ویروس ضد واکسین ۳.۵ میلیون ډوزه شتون لري.

ښاغلي هژیر زیاته کړه چې ځینو سازمانونو او یو شمېر هیوادونو له افغانستان سره د کرونا واکسین د څه باندې پنځه سوه میلیون ډوزه مرستې ژمنه کړې ده چې ټاکل شوې یوه اندازه یې په نژدې وختونو کې افغانستان ته واستول شي.

دا په داسې حال کیده چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو د کوواکس پروګرام له لارې له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد واکسین یو میلیون ډوزه مرسته وکړه. متحده ایالاتو تر دې مخکې هم له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد واکسین ۳.۳میلیون ډوزه مرسته کړې وه.

چین هم تیره میاشت له افغانستان سره دکرونا ویروس ضد سینوفارم واکسین یومیلیون ډوزه مرسته وکړه او ژمنه یې وکړه چې دوه میلیون ډوزه نور به هم روان کړي. هند هم به دې برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کیده چې تیره ورځ د روغتیا وزارت وویل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په دغه هیواد کې د کرونا پېښې زیاتیږي او یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۵ ولایتونو کې ۶۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا متحده ایالاتو د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې ۴۰۰ میلیون او ۸۴۶کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له جملې څخه یې څه باندې پنځه میلیون او ۷۶۴ ناروغان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG