د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان سره د بشري مرستو دوام؛ د ترکمنستان مرستې هرات ته ورسیدې


له افغانستان سره د ترکمنستان د بشري مرستو موټر
له افغانستان سره د ترکمنستان د بشري مرستو موټر

طالب چارواکي وايي، د ترکمنستان د بشري مرستو دوهمه جوپه هرات ولایت ته راورسېده چې ټاکل شوې په هیواد کې پر اړمنو خلکو ووېشل شي.

د یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دغه بشري مرسته چې نفتي مواد، پټرول، ډېزل، مایع ګاز ،غنم او البسه پکې شامل و تیره ورځ د تور غونډۍ بندر له لارې هرات ته ولایت ته انتقال شول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عابس ستانکزي د یادو مرستو د تسلیم کولو په مراسمو کې ترکمنستان د افغانستان د خلکو (واقعي دوست) بللی او له افغانستان سره یې د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي ستانکزي همدارنګه ویلي چې اوس مهال له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو نوی فصل پیل شوي او ټینګار یې کړی چې د دغه ډلې حکومت به هڅه کوي چې له لوېدیځو هیوادونو په ځانګړي ډول له امریکا متحده ایالاتو سره «دوستانه» اړیکې ولري.

ملګرو ملتونو ویلي چې د تیرو څلورو لسیزو کړکېچ او پرله پسې طبیعي افتونه په افغانستان کې د خوړو ناورین د غځېدو لامل شوي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د افغانستان نژدې ټول نفوس کافي خواړه نلري

دا سازمان وايي چې د طالبانو په نظام کې د افغانستان مخ په ځوړ اقتصاد به بل کال خرابېدونکی وضعیت په یو بحران او فاجعې بدل کړي.

د دغې ادارې ویاندې رویټرز ته ویلي‌ دي چې د دوی نظر پوښتنه او سروې ښکاره کوي‌ چې د افغانستان ۹۸سلنه وګړي کافي‌ خواړه نلري. دې ویلي دي چې په هرو لسو کورنیو کې یې اوه له نورو خلکو خوراکي موادو پور کوي او دا کار یې نور هم د بې وزلۍ ژورو ته ټېل وهي.

پر همدې مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ افغانستان ته د خپلو بشري مرستو د استولو په اړه خبر ورکړی دی.

دغه کمېشنرۍ نن چهارشنبه ډسمبر ۱۵ (لېندۍ ۲۴) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانستان ته د بشري مرستو د انتقال بهیر نن له ازبکستان څخه افغانستان ته پيل شو.

یاد سازمان ویلي چې دغه مرستې به د سخت ژمي په رارسېدو سره تر ډيره په افغانستان کې ځپل شوو او اړمنو کورنیو ته ورسول شي. او له افغانستان سره یې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له بشري ناورین څخه د افغانستان ژغورلو په هدف له دغه هیواد سره د ملګرو، امریکا، چین، روسیې، برتانیا، ترکیې، اروپايي ټولنې، هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او نورو خیریه بنسټونو مرستې دوام لري.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس وسټ ویلي چې د امریکا د کواوکس پروګرام له لارې له دغه هیواد سره د کرونا ویروس ضد واکسین یو میلیون ډوزه او ۴۷۴ میلیون ډالرو مرسته کوي.

ټوماس وسټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې:" امریکا د افغانستان له خلکو سره د کوواکس پروګرام له لارې د کویډ نولس د یو میلیون دوزه واکسین د مرستې وړاندېز کړی چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا د مرسته شوي واکسینونو مجموع ۴.۳ میلیونو دوزو ته رسیږي."

د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي څرګنده کړې چې د واکسین دا مرسته د افغانستان سره د امریکا د ۴۷۴ میلیونو ډالرو تر څنګ ده او ټینګار یې کړی چې امریکا د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG