د لاس رسي وړ اتصالات

په بشکیک کې مودي د عمران خان سره نه ویني


د هند د بهرو چارو د وزرات ویاند راجیو کمار ویلي دي چې د شنگهایي همکارۍ په کانفرانس کې د صدراعظم مودي او د پاکستان د صدراعظم ملاقات نه کیږي.

راتلونکې اونۍ په بشکیک کې یوه سیمه ایزه غونډه جوړیږي چې د پاکستان او هند د صدراعظمانو دوه اړخیره ملاقات پکې نه دی ټاکل شوی.

د شنگهایي د همکارۍ غونډه چې د جون په ١٣ او ١۴ نیټه ترسره کیږي، عمران خان او د نریندر مودي پکې هم گډون کوي لیکن د هند د بهرنو چارو وزرات د مودي د عمران خان سره د ملاقات امکان رد کړیدی.

د یوې خبرې غونډې په مهال د راجیو کمار نه دا وپوښتل شو چې ایا نریندر مودي د عمران خان سره ملاقات کوي، نو هغه وویل چې د دواړو مشرانو د ملاقات امکان نشته.

د هند او د پاکستان ترمنځ د خبرو بهیر په ٢٠١٦ کال کې د پټانکوټ د برید نه وروسته په ټپه ودریدلی دی.

د هغې نه وروسته چې عمران خان نریندر مودي ته په انتخاباتو کې د کامیابۍ مبارکي ورکړله، داسې ویل کیده، کیدی شي د دغه دواړو ملکونو ترمنځ خرابې اړیکې یوه څه سمې کړي خو نریندر مودي ښاغلي خان ته د لوړې په مراسمو کې د گډون بلنه ور نه کړله.

XS
SM
MD
LG