د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: افغان حکومت ته ځکه وړاندیز نکوم چې لاسوهنه یې گڼي


د پاکستان صدراعظم نن د جمعې په ورځ (اپریل ١٩) د اورکزو په قبائیلي سیمه کې یوې غونډې ته وويل "د افغانستان حکومت ته نن وړانديز نه کوي ځکه چې هغوی یې بيا لاس وهنه ګڼي".

رسنیو د ښاغلي خان له خولې لیکلي چې د افغانستان د امن دپاره دعا کوي ځکه په وینا یې کله چې افغانستان کې امن وي نو تجارت به وده وکړي "الله دې په افغانستان کې امن راولي" چې هغوي هم په خپلو پښو ودريږي ځکه چې ۴۰ کاله پرې جګړې تېرې شوې.

عمران خان له دې وړاندې د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې د نوي موقت حکومت د رامنځ ته کیدو په اړوند څرگندونې کړې وې چې د افغانستان د حکومت له سخت غبرگون سره مخامخ شوې وې او د هغه څرگندونې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه گڼلې وه.

ښاغلي خان بیا د روانې میاشتې په لومړیو کې په خېبر پښتونخوا کې يوې غونډې ته په وینا کې د خپلو مخکنیو څرگندونو د وضاحت په مقصد وویل چې د افغانستان حکومت ته يې مشوره ورکړې لاسه وهنه يې نه ده کړې.

خو ښاغلي خان په خپلو نننیو خبرو که نه د افغانستان د سولې په تړاو او نه یې هم په قطر کې د "بین الافغاني" غونډې د ځنډیدلو په اړه څه وویل.

خو ښاغلي خان د خپلې وینا په پای کې وویل چې نن د جمعې په ورځ په پېښور کې خپل روغتون ته چې د سرطان ناروغیو د درملنې لپاره یې د خپلې مور "شوکت خانم" په نامه جوړ کړی تللی و او هلته يې د دوو افغان ناروغانو پوښتنه کړې او ورسره یې لیدلي دي چې د هغه په وینا د مزارشریف نه دغه روغتون ته د درملنې لپاره راغلي دي.

هغه وویل "هيله من یم چې په افغانستان کې حالات لږ سم شي، شوکت خانم ته [د روغتون مقاماتو ته] وایم چې پوره هڅه وکړي په افغانستان کې هم د سرطان ناروغۍ يو روغتون جوړ کړي چې ناروغان له دومره لرې نه درملنې ته په راتگ په زحمت نشي".

XS
SM
MD
LG