د لاس رسي وړ اتصالات

په ټویټر د ټرمپ او عمران لانجې ته غبرگونونه


دا لمړنی ځل دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان په ټویټر په یو بل باندې تورونه لگولي

د پاکستان صدراعظم عمران خان د هغې نه وروسته ټویټ وکړ چې ولسمشر ټرمپ د فاکس ټلویژن سره یوه مرکه وکړه او په هغې کې یې په پاکستان سختې نیوکې وکړې.

د عمران خان او ولسمشر ټرمپ د پرله پسې سختو ټویټونو نه وروسته د سیاسي چارو کارپوهانو دغې لانجې ته بیل بیل عکس العمل وښود.

د امریکا د ولسن څیړنیز مرکز کې د مرکزي اسیا د چارو کارپوه مایکل کگلمین د ولسمشر ټرمپ او عمران خان په لانجې امریکاغږ پښتو ته وویل چې د ولسمشر ټرمپ او خان لانجه د اوسني وختونو دپلوماسي ښیي. هغه وویل" د امریکا او پاکستان مشران په ټویټر لگیا دي، د اړیکو په اړه خبرې کوي. دا به گټه ونه کړي. د دواړو ملکونو د اړیکو د سمولو لپاره دا ضروري ده چې د ټویټر نه لیرې، جدي خبرې وشي."

ښاغلي کگلمین پدی اړه یو ټویټ هم وکړ:

"د ټرمپ او عمران خان ټویټر لانجه په رسمي توگه پیل شوې. که چیرې دا کرکټ وی نو ټرمپ به باللې و"

په پاکستان کې د ولسمشر ټرمپ او عمران خان د ټوبټونو په موضوع د څلورو ساعتونو په وخت کې د پنځوسو زرو نه زیات ټویټونه وشو.

عاطف توقیر ولسمشر ټرمپ ته په یو ټویټ کې ولیکل چې پکار نه ده چې د پاکستان عام ولس ته سزا ورکړل شي:

"ولسمشر ټرمپ، امریکا د پاکستان پوځي دیکتاتورانو ملاتړ کړیدی او د ملکي ادرو ویجاړولو کې یې مرسته کړې. پاکستان د سړې جگړې سره هیڅ اړه نلرله او امریکا د اسلامي ترهگره د قوي کولو سره پاکستان دغې جنگ ته ورټیلوهه. د هغو خلکو سره مرسته مه کوئ چې ستاسو نه احمقه جوړوي خو عام وگړو ته سزا مه ورکوئ"

په افغانستان کې د ولسمشر ټرمپ د پاکستان په هکله درېځ د خلکو ترمنځ محبویت لري. په ټویټر د افغانستان اکثره کارپوهانو او فعالینو د ولسمشر ټرمپ د څرگندونو هرکلې وکړ.

د ټولنیزو رسنیو فعاله حبیبه تسلی په خپل ټویټر لیکي:

"زه اکثره د ولسمشر ټرمپ سره موافقه نه یم، خو د ټرمپ دا خبره سمه ده. پاکستان د اکثره امریکایي عسکرو د وژنې مسول دی."

د پاکستان په مطبوعاتو کې د عمران خان لخوا ټرمپ ته په سخت ځواب تبصرې وشوې او زیاتره تبصره کونکو د پاکستان صدراعظم وستایه. په پاکستان کې د عمران خان د ملاتړ لپاره په ټویټر یو هیش ټیگ پیل شو چې پاکستان به نور د امریکا لپاره څه وه نکړي.

د جیو ټلویژون خبریال حامد میر په خپل ټویټر په ولسمشر ټرمپ انتقاد وکړ او وې لیکل:

"ولسمشر ټرمپ یو ځلې بیا د ترهگرۍ ضد جگړې کې د پاکستان په قربانیو ملنډې کړې. ایا د پاکستان د حکومت او سیاسي مخالفینو ځوابونه پوره دي که پکار ده چې نور هم څه وشي"

د امریکا او پاکستان اړېکې په افغانستان کې د ترهگرۍ ضد جگړې په سر خرابې شویدي. امریکا د پاکستان نه غواړي چې پخپله خاوره د ترهگرو ضد اقدامات وکړي او پاکستان وایي امریکا بی بنیاده تورونه لگوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG