د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا مسئولین: خوست کې به ډېر پام هغو سیمو ته وشي چې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین نه کوي


د ګوزڼ ضد واکسین دوې کارکوونکې
د ګوزڼ ضد واکسین دوې کارکوونکې

د خوست په ولایت کې د روغتیا مسؤلین وایي چې د پولیو د مخنیوي لپاره به په هغو سیمو او کورنیو ډېر تمرکز کوي چې خپل ماشومان نه پرېږدي د ګوزڼ ضد واکسین ورته وشي.

د دوی په وینا دا مهال د خوست مرکز، ګربز، تڼۍ او سپېره هغه ولسوالۍ دي چې یو شمېر کورنۍ یې نه غواړي ماشومانو ته یې د پولیو واکسین وشي.

په خوست کې دعامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د کتلوي معافیت مسؤول، زاهد الله امیري وایي د مرکز په ګډون سپېره، ګربز او تڼي هغه ولسوالۍ دي چې له پولیو څخه د ډډه کوونکو کورنیو شمېر پکې ترنورو ډیر دی او هڅه کوي د عامه پوهاوي په زیاتیدو سره د دغو ولسوالیو منکرې کورنۍ د واکسین تطبیق ته آماده کړي.

هغه په دې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: «موږ ډېر انکاري کورنۍ لرو چې د واکسین د تطبیق په وړاندې تشویش لري او خپل ماشومان نه واکسینوي لکه د سپېرې ولسوالۍ، د ګربزو ځینې سیمې، د مرکز لکڼو ډنډو سیمه کې او د تڼیو ولسوالۍ ځینې سیمې دي چې موږ په هغې کې ډېر انکاري کورنۍ لرو نو هڅه کوو او تمرکز مو هم په همدې سیمو ډېر دی ترڅو ښه لاسته راوړنه ولرو.»

له بلې خوا د سیمې اوسیدونکي هم هغو والدینو ته په اشارې چې خپل ماشومان د واکسین کمپاین پرمهال نه واکسینوي وایي چې پولیو ساري ویروسي ناروغي ده چې په آسانۍ په نورو ماشومانو کې هم خپریدلی شي نو باید هرڅوک د دې بهیر د مخالفت په ځای له صحي رضاکارانو سره مرسته وکړي.

د خوست اوسیدونکي، مولوي سلیم منصور په دې هکله امریکاغږ ته وویل چې له واکسین څخه په محرومو ماشومانو کې د دې ناروغۍ خطر ځکه ډیر دی چې دوی ته واکسین نه تطبیقیږي.

نوموړي زیاته کړه: «له ټولو میندو یا د کور له هغه مسؤول کس نه چې د کورنۍ مسؤولیت لري زما دا هیله ده چې خپل ماشومان په خپل ټاکلي وخت رضاکارانو ته را وباسي او هغوی واکسین کړي. دوی باید واکسیناتورانو سره نوره مرسته هم وکړي چې د دوه څاڅکو واکسین په مرسته هم خپل او هم نور ماشومان له دې ناروغۍ نه وساتي.»

د خوست بل اوسیدونکی، وکیل بیا وویل: «پولیو ډېره خطرناکه ناروغي ده نو کومو ماشومانو ته چې واکسین نه کیږي، هغوی پدې ناروغۍ اخته کیږي چې یا یې پښه فلج وي او یا یې هم لاس. ډېرو خلکو څخه مو دا پوښتنه کړې ده خو هرچا چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړی وي، هغوی ډېر په فایده کې دي او له ډېرو ناروغیو نه خوندي پاتې کیږي.»

د روغتیایي چارواکو په وینا د ۲۰۲۴ میلادي کال لپاره یې د پولیو د محوې او د پېښو له زیاتوالي د مخنیوي په موخه مختلف پلانونه نیولي او هیله من دي چې په تطبیقیدو به یې سږ کال له ګوزڼ څخه د مخنیوي په لړ کې ښې لاسته راوړنې ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG