د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې روان کال کې ۳۹۰۶ افغان کډوال افغانستان ته شړلي ـ راپور


د کډوالۍ نړیواله اداره یا «IOM» وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه تر دامهاله له ترکیې څخه ۴۲۶۹ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ د «جولای پر ۲۶مه» پرخپل راپور کې ویلي، چې د یادو کډوالو له ډلې ۳۶۳ یې پخپله خوښه او پاتې ۳۹۰۶ تنه د «IOM» له همکارۍ پرته په زور سره افغانستان ته استول شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدو نکو چارو وزارت د تېر کال د معلوماتو له‌مخې په ترکیه کې یولک او ۷۲زره افغان پناه غوښتونکي ثبت دي چې ترڅنګ یې یو شمېر نور هم اروپا ته د رسېدو په هدف په تریکه کې مېشت دي.

د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې د دې ترڅنګ په دغه موده کې له اروپايي هېوادونو څخه هم ۱۰۱۳ افغان پناه غوښتونکي خپل هېواد ستانه شوي چې ۴۲۶ یې په خپله خوښه او پاتې ۵۸۷ نور یې په زور سره ایستل شوي دي.

په دغه راپور کې ایران او پاکستان هغه هېوادونه بلل شوي چې د روان میلادي له پيل څخه تر دا مهاله نسبت ترکیې او اروپايي هېوادونو ته ډېر افغان کډوال ورڅخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو چارو د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په دغه موده کې ۲۵۰زره او ۱۰۵ تنه له ایران څخه افغانستان ته راغلي چې ۱۰۸زره او ۶۱۳ تنه یې په تدریجي ډول ۱۴۱زره او ۴۹۲ تنه یې په زور سره شړل شوي دي.

راپور همدارنګه وايي، د دې ترڅنګ له پاکستان څخه هم ۱۲زره ۹۸۶ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوی چې ۱۰۲۸۳ تنه یې په تدریجي ډول او ۲۴۱۶ تنه یې په زور سره ایستل شوي دي.

دا راپور پر داسې مهال خپریږي چې د کډوالو چارو نړیوال سازمان روانه میاشت پخپل یو څېړنیز راپور کې افغانستان ته د راستانه شوو کډوالو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۴ څخه بیا تر ۲۰۱۷ میلادي کلونو په موده کې افغانستان ته ستانه شوي کډول نسبت هغو کډوالو ته چې په پاکستان کې میشت دي له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG