د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې مېشت ۷۰سلنه افغان کډوال هغه هېواد کې زېږېږدلي ـ بلخي


د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر وايي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو له ډلې ۷۰ سلنه یې په هغه هېواد کې زېږېدلي دي.

د کډوالو چارو ادارو د معلوماتو له‌مخې دا مهال په پاکستان کې شااخوا دری میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

سید حسین علمي بلخي چې دا مهال په اسلام اباد کې دی پرون دوشنبه امریکا غږ ته وویل، چې د یادو کډوالو د ستنېدو په صورت کې افغان حکومت مکلف دی چې دوی ته د زده کړو او کار شرایط برابر کړي.

دا په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه د افغان، پاکستاني، ایراني او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د چارواکو شپږمه غونډه وه.

په دغه غونډه کې تر ډېره له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو پر داوطلبانه ستنېدو، له کوربه هېوادونو سره په دې برخه کې پر مرستۍ او همغږۍ باندې خبرې شوي.

دوی همدارنګه له مرستندویه بنسټونو څخه وغوښتل چې افغانستان ته په داوطلبانه ډول د ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې د روان ۲۰۱۹ مېلادي کال له پیله تر دا مهاله ۲ لکه او ۳ زره افغان کډوال له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند رضا باهر نن سې شنبه د «غبرګولې پر ۲۸مه» امریکا غږ ته وویل، چې د راستنو شوو کډوالو زیاته برخه له ایران څخه دي.

نوموړي زیاته کړه چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران څخه یو لک او ۸۲ زره کډوال راستانه شوي چې له ډلې یې یولک او ۸۱ زره یې په زوره له هغه هېواد څخه ایستل شوي دي.

تېره اونۍ د دغه وزارت چارواکو امریکا غږ ته وویل، چې پر ایران د امریکا اقتصادي بندیزونو او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني تومن ټیټوالي په هغه هېواد کې د افغان کډوالو پر وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مسؤلین، همدارنګه وايي، چې په دغه موده کې شااوخوا څلور زره کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاده غونډه پر داسې مهال رابلل کېږي چې د روانې جون میاشتې پر ۳۰مه په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده هم پای ته رسېږي.

خو د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د شمېر زیاتوالي او د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو له کوربه هېوادونو څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوي.

د راپورنو له‌مخې ټاکل شوې نن سې شنبه د یادې غونډې په پای کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د نېټې د غځېدو په اړه د پاکستان، افغانستان او د کډوالو په چارو کې د ملکرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ یو تړون هم لاسلیک شي.

XS
SM
MD
LG