د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب: تېرکال د ماینونو او نا چاودو توکو چاودنو کې ۹۹۵ افغانان وژل شوي او ژوبل شوي


په موټر کې د یوې ماشومې جسد دی چې تېر کال په هلمند کې د ناچاوده توکو په چاودنې کې وژل شوې وه
په موټر کې د یوې ماشومې جسد دی چې تېر کال په هلمند کې د ناچاوده توکو په چاودنې کې وژل شوې وه

د سره صليب نړيواله کمېټه (ICRC) په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو او ماين چاودنو له امله د مرګ ژوبلې زياتېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وايي چې هر کال په دغه هيواد کې سلګونه کسان د ماين چاودنو قرباني کيږي.

دغې کمېټې د سې شنبې په ورځ اپرېل څلورمه ( وري ١٥) ويلي چې تېر کال په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو او ماين چاودنو ۴۵۰ پيښې ثبت شوي دي.

د دغه کمېټې په وپنا په دغه پېښو کې ۹۹۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سره صليب کمېټې د وژل شوو او ټپي شوو کسانو کره شمېر نه دى په ډاکه کړى.

دغې ادارې د معلوماتو په اساس په ٢٠٢٢ ميلادي کال کې د دغه چاودنو ٩٧ سلنه قربانيان ملکي وګړي دي چې ۵۶ سلنه يې ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ دوه ماشومان په ميدان وردګ او يو بل هم په زابل ولايت کې د ناچاوده مهماتو او ماين چاودنو کې ووژل شول.

همدغه راز څه موده مخکې د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې اته ماشومان د ناچاوده مهماتو او ماين په چاودنو کې وژل شوي و.

د ملګرو ملتونو د بشرې مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې په افغانستان کې د ١٩٨٩ کال را پدېخوا ۵۷زره کسان د ماين او نا چاوده مهماتو په چاودنو کې مړه او ټپىان شوي دي.

دغې ادارې ويلي چې له خپلو همکارو بنسټونو سره په ګډه يې په افغانستان کې څه باندې ١٩ ميليون ماينونه او ناچاوده مهمات پاک کړي دي.

ملګرو ملتونو خبر دارى ورکړى چې افغانستان اوس هم په ماينونو او ناچاوده مهماتو ککړ هيواد دى چې څه باندي ۴۰۱۵۰ ځايونو کې د ماينونو خطر تثبيت شوى دى.

پدې وروستيو کې په افغانستان کې د "MDC" په نوم د ماين پاکۍ موسسې مشر شهاب حکيمي امريکا غږ ته ویلي وو چې په افغانستان کې د مياشتې له ۱۲۰ څخه تر ۱۲۵ کسان د ماين او ناچاوده مهماتو چاودنو کې مړه او ټپيان کيږي. هغه ويلي وو چې د يادو چاودنو زيات قربانيان ماشومان دي.

تر دې مخکې يونيسف چې په ٢٠٢٢ ميلادي کال کې ٧٠٠ ماشومان په ورته پېښو کې مړه او ياهم ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG