د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: افغانستان کې د کرونا وبا مثبتې پیښې دوه برابره شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وروستي معلومات ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۸۴۳ کسان تازه په کروناویروس اخته شوي او دغه راز په دې موده کې ۵۱ کسان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

د دغه وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح په افغانستان کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو او مړینې په شمېر کې بې‌ساري زیاتوالي ته په اشارې وايي چې په دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

ښاغلي مجروح د چهارشنبې په ورځ جون نهمه (غبرګولي ۱۹) خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د کروناویروس د پراخېدو په کچه کې د کموالي څرک نه لیدل کېږي او لا هم مخ په زیاتېدو ده.

هغه زیاته کړه: "که موږ د تېرې اونۍ شمېرې له روانې اونۍ سره پرتله کړو، په تېره اونۍ کې موږ شپږ زره او ۲۸۳ پېښې درلودې او په روانه اونۍ کې ۱۰۰۲۴ پېښې لرو، موږ په پېښو کې شاوخوا ۱۸۰ تر ۲۰۰سلنې زیاتوالی لرو".

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وویل په کروناویروس د اخته کسانو کره شمېره له ثبت شویو پېښو څخه چې د معایناتو په نتیجه کې ترلاسه کېږي زیاته ده.

ډاکټر وحید مجروح وویل چې په تېرو دوو ورځو کې د پنځو ولایتونو په یو شمېر ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ۹۰۰ محصلینو او زده‌کوونکو د کروناویروس بیړنۍ ارزونه شوې چې له دې شمېرې تر ۳۲ سلنه کسانو نتیجه مثبته تشخیص شوې ده.

ښاغلي مجروح وویل ټاکل شوې چې بیا هم په لابراتوارونو کې د دغو کسانو د وینې ارزونه وشي او زیاته یې کړه: "اوس موږ په افغانستان کې کرار کرار بیړنۍ ارزونې پیل کړي دي او هره ورځ له یو څخه نیولې تر درې زره بیړنۍ ارزونې هم ترسره کوو".

هغه ټینګار وکړ چې د خلکو له خوا د کروناویروس د جدي نه ګڼلو له امله په درېیمه څپه کې د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د درېیمې څپې د مهارولو لپاره له خلکو څخه غوښتي چې د ماسکونو په اچولو، د دوه متره واټن په ساتلو او په پرله پسې توګه د لاسونو په وینځلو سره روغتیايي سپارښتنې رعایت کړي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې تراوسه شاوخوا ۸۶زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې درې زره او ۳۵۶ کسان مړه شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره د نړۍ ټولو هېوادونو ته ورسېده.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۷۴میلیونه کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له درې میلیون او ۷۴۷زرو څخه زیات یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG