د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا وژونکې څپه؛ افغانستان ته په وخت واکسین نه رسي 


د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو اګست کې به افغانستان ته درې میلیون ډوزه واکسین رسیږي، خو اوس دا بهیر ځنډېلی
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو اګست کې به افغانستان ته درې میلیون ډوزه واکسین رسیږي، خو اوس دا بهیر ځنډېلی

په داسې حال کې چې افغانستان د کرونا ویروس له یوې وژونکې څپې سره مخامخ دی، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې د کرونا ضد واکسین د ژمنې مطابق په خپل وخت دې هیواد ته نه رسیږي.

افغانستان ته ویل شوي وو چې د مې تر میاشتې پورې به د کرونا ضد واکسین درې میلیون ډوزه ورکول کیږي، خو اوس وايي چې دا واکسین به د اګست په میاشت کې افغانستان ته ورسیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري وویل: «موږ د بحران په منځ کې یو.» ښاغلی دستګیر بې وزلو هېوادونو ته د کروناضد واکسین د ورکولو او وېش له بهیر څخه هم خوښ نه دی او وایي چې په کابل کې یې د ډېرو هېوادونو د سفارتونو دروزاې ټکولې خو کومه نتیجه یې نده ورکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر تېره ورځ په خپل ټویټر کې ولیکل: « خپلو ۱۵سفیرانو سره مې په بهر کې د ویدیو کنفرانس له لارې، کرونا دریم پړاو سره د مبارزې لپاره د اکسیجن او صحي تجهیزاتو د عاجلې اړتیا په اړه خبرې وکړې. سفیرانو ته مې وظیفه ورکړه چې له خپلو کوربه هیوادونو څخه د اکسیجن او تجهیزاتو ملاتړ جلب او دانتقال لپاره عاجل اقدامات وکړي. »

د کرونا وژونکې څپه

په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې خورا زیاتې شوي‌ دي، تېره اوونۍ هره ورځ ۱۵۰۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي،‌ په داسې حال کې چې تېره میاشت هره اوونۍ دا شمېره ۱۷۸ و.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې روغتونونه له ناروغانو ډک دي او د اکسیجن د خلاصېدو اندېښنې هم ورځ په ورځ زیاتیږي.

رسمي ارقام ښيي‌ چې په افغانستان کې د شنبې تر ورځې جون ۵(غبرګولي۱۵) پورې ۷۹۲۳۶کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او ۳۱۴۵ کسان مړه شوي‌ دي.

دا هغه شمېرې دي چې په روغتونونو کې ثبت شوي دي، په لېرو پرتو او کلیوالو سیمو او کورونو کې چې د کرونا له کبله خلک مري او یا په دغه ویروس اخته کیږي، هغه په کې نشته.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د افغانستان په ځینو برخو کې د کرونا مثبتې پېښې له اته فیصدو څخه ۶۰فیصدو ته لوړې شوي دي.

د کرونا ضد واکسین

هند څه موده مخکې افغانستان سره د «استرازینیکا» ۵۰۰زره ډوزه واکسین مرسته وکړه او حکومت له چین څخه هم د «سینوفارم» واکسین واخیست.

تر دې دمه په ټول افغانستان کې ۶۰۰زره خلک لږ تر لږه یو دوره واکسین شوي دي. دا د افغانستان د شاوخوا ۳۶میلیون نفوس ۱.۶ فیصده کیږي.

د روغتیا وزارت ویاند وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان هغوی ته تېره میاشت خبر ورکړ چې د انتقال په بهیر کې د ځینو ستونزو له کبله درې میلیون ډوزه واکسین به په خپل وخت افغانستان ته نه رسي.

نوموړي وویل چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۳۵۰۰۰ډوزه واکسین پاتې او چارواکي هڅه کوي هغه کسان واکسین کړي‌ چې دویمه دوره یې وي.

ښاغلي نظري د واکسین د وېش په بهیر هم انتقاد وکړ او ویل چې داسې هېوادونه شته چې خپل نیم نفوس څخه یې زیات وګړي واکسین کړي خو داسې هېوادونه شته چې لا یې د ټول نفوس یوه برخه هم واکسین شوي نه دي.

له ناروغانو ډک روغتونونه

په کابل کې د افغان-جاپان روغتون چې د کرونا په ویروس اخته ناروغانو درملنې ته ځانګړی شوی دی، ټول ۱۷۴بسترونه لري او په ټولو کې یې ناروغان پراته دي.

حکومت په دریو نورو روغتونونو کې هم ۳۵۰ بسترونه اضافه کړل،‌ خو هغوی هم ژر په ناروغانو ډک شول.

د افغان جاپان د روغتون مدیر زلمي رښتین د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې هره ورځ یې په روغتون کې درې څلور کسان د کروناویروس له کبله مري.

نوموړي وویل: «ډاکټران ستړي شوي دي،‌ خلک روغتیايي مشورې او لارښوونې په پام کې نه نیسي. زموږ خلک فکر کوي چې دا درواغ دي په تېره بیا لېرو پرتو سیمو کې. یا ډېر مذهبي دي او باور لري چې خدای پاک به یې وساتي.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له مذهبي مشرانو، مخورو او اغیزناک خلکو غوښتي‌ چې خلک وهڅوي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي او لارښوونې عملي کړي.

افغانستان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په کابل او یو شمېر نورو لویو ولایتونو کې حکومتي او خصوصي‌ پوهنتونونه، ښوونځي او تعلیمي ادارې رخصت کړې.

په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی دی چې په روغتونونو کې اکسیجن، بسترونه او نور وسایل کم شوي او له خپلو خلکو یې غوښتي چې «ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي».

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالاتو حکومت اعلان کړی چې د روانې جون میاشتې تر پای پورې به نړۍ ته ۸۰میلیون نور د کرونا ضد اضافي واکسین ورکوي.

د امریکايي چارواکو په وینا په هغو هېوادونو کې چې دا واکسین به ورکول کیږي افغانستان هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG