د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې له ۵۰ زرو واوښتې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲۳۲ تنه په کروناویروس اخته شوي او ۱۵ تنه نور له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د کروناویروس ټولې مثبتې پېښې ۵۰ زره او ۲۰۲ ته پورته شوې دي.

همداشان دغه وزارت ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې له کرونایروس څخه د ۱۵ تنو په مړه کېدو سره د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۲۰۳۲ ته رسېدلی دی.

خو د دغه وزارت معلومات ښيي چې په افغانستان کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو له مجموعي شمېرې څخه کابو ۳۸زره او ۷۰۰ تنه بېرته ښه شوي دي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۷۴میلیونه او ۲۸۹زره کسان چې له دې شمیرې یو میلیون او ۶۵۰زره او ۳۱۲ کسان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG