د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۲۹۳ تنه په کرونا اخته شوي او ۹ تنه مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۹ تنه د کروناویروس له امله مړه شوي او ۲۹۳ نور ورباندې تازه اخته شوي دي.

د دغه وزارت د رسمي معلوماتو له مخې د کروناویروس دوه ناروغان په کابل، دوه په خوست او پنځه نور په کندهار، تخار، پکتیا، لوګر او زابل ولایتونو کې مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکټر عليزي د پنجشنبې په ورځ د مې شپږمه (غويي ۱۶) خبریالانو ته وویل چې د مړینې د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د ټولو مړو شویو ناروغانو شمیر دوه زره او ۶۷۳ ته او په دغه ویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمیر ۶۱زره او ۴۵۵ ته پورته شوی دی.

د کروناویروس تر ټولو زیاتې تازه پېښې په ننګرهار کابل او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

دافغانستان د روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې دغه هېواد د کروناویروس د درېیمې څپې له جدي ګواښ سره مخ دی او له خلکو څخه یې غوښتي چې ټولې روغتیايي سپارښتنې په کلکه رعایت کړي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون معلومات ښيي چې تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۵۵ میلیونه او ۲۲۵ کسه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له درې میلیونو او ۲۴۲زرو څخه زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG