د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن غواړي تر راتلونکو دوو میاشتو۷۰سلنه امریکایان واکسین شي 


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن، د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق کولو لپاره یو نوی هدف ټاکلی دی چې له مخې یې باید د امریکا د خپلواکۍ تر ورځې جولای څلورمې پورې ۷۰سلنه امریکایانو لږ تر لږه یو دوز واکسین کړی وي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د کووید۱۹ضد واکسین د ترلاسه کولو لپاره تقاضا کم رنګه شوې ده، تر دې حده چې یو شمیر ایالتونو د واکسین خپله نیمایي او یا زیاته ونډه نده فرمایش کړې. همدا اوس د ورځې شاوخوا یو میلیون دوز واکسین په امریکا کې تطبیق کیږي، پداسې حال کې چې درې اونۍ مخکې د ورځې دوه میلیون دوزه واکسین تطبیق کیده.

د خلکو د زیاتې هڅونې لپاره جمهور رئیس بایډن د سه شنبې په ورځ له ایالتونو وغوښتل چې واکسین ته لاس رسی زیات کړي تر څو خلک پرته له دې چې مخکې له مخکې ځانونه راجستر کړي وکړای شي په اسانه په نژدې پروت روغتیایي مرکز او یا درملتون کې ځان واکسین کړي.

ښاغلي بایډن په یو پیغام کې وویل: "تاسې اړتیا لرئ چې واکسین شئ، حتی که د ناروغ کیدو چانس مو کم هم وي، بیا هم ولې خطر ومنئ. واکسین ستاسې او ستاسې د عزیزانو ژوند ژغورلی شي."

هماغسې چې جمهور رئیس بایډن هدف ټاکلی تر دوو نورو میاشتو پورې باید ۱۶۰میلیون امریکایان په بشپړه توګه واکسین شوي وي او ۱۸۱میلیون نورو لږ تر لږه یو دوز واکسین ترلاسه کړی وي.

اوسمهال په امریکا کې ۱۰۵میلیون وګړي په بشپړه توګه واکسین شوي او ۵۶میلیون نورو لږ تر لږه یو دوز واکسین ترلاسه کړی دی چې د روغتیایي مقاماتو په وینا د واکسین شویو کسانو زیاتیدو په امریکا کې په پام وړ اندازه د کروناویروس له وجې د مړینو شمیر راکم کړی دی.

که څه هم چې د امریکا د درملو او غذایي موادو ادارې تنکیو ځوانانو ته د واکسین کول ندي منظور کړي، د ښاغلي بایډن حکومت د ۱۲او ۱۵کالو ترمنځ کسانو ته د واکسین کولو د چټکتیا په مقصد پروګرامونه برابر کړي دي.

XS
SM
MD
LG