د لاس رسي وړ اتصالات

د غوري سمنټو فابریکې د تولید وړتیا ورځ کې ۸۰۰ ټنو ته رسېدلې


د ملي پراخیتا شرکت وايي چې د غوري سمنټو د فابریکې ۹۵ سلنه فعالیت بیا ځلي پیل شوی دی.

د دغه شرکت او د غوري سمنټو د فابریکې چارواکو پرون یکشنبه (جون۱۵/غبرګولی۲۵) کابل کې وویل چې د دغې فابریکې د تولید وړتیا په ورځ کې ۸۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

د غوري سمنټو د فابریکې مشر ایرج الدین شریفي وویل چې له دې مخکې د دغې فابریکې د تولید وړتیا ۱۲۰ ټنه و: "اوس مهال د غوري سمنټو د فابریکې دوه برخې فعاله شوي دي. هڅه کوو چې درېمه برخه هم فعاله شي او له دې سره به د افغانستان د بازار د اړتیا ۵۰ سلنه سمنټ تولید شي."

ښاغلي شریفي زیاته کړه چې د سمنټو د کمیت لوړولو سره یې د کیفیت کچه هم دوه برابره لوړه شوې ده.

د ملي پراختیا شرکت چې د دغې فابریکې د فعالیت د کچې لوړول یې دې حد ته رسولي وايي چې هڅه یې دا ده چې افغانستان کې لویې فابریکې فعالیت پیل کړي تر څو لږ تر لږه د کورني مصرف لپاره خپله توکي تولید کړي.

له دې مخکې د غوري سمنټو د فابریکې مسولیت د کانونو او پترولیم وزارت په غاړه و.

له بلې خوا اقتصادي کارپوهان وايي د صقیله صنعتونو فعالول افغانستان کې د اقتصادي پراخیا لوی عامل کیدای شي خو په دې شرط چې دغه صنعت ته ښه پام وشي.

احسان ادیب ریحان په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "هر کال په میلیونونو ډالر زموږ هېواد نه د سمنټو په بدل کې پاکستان او نورو هېوادونو ته ځي. دا ښه زیری دی چې د غوري سمنټو فابریکه بیا ځلي فعاله شوه. له دې مخکې دولت د دغه سکټور د فعالولو هڅې کړي خو سمه نتیجه یې نه ده ورکړې. هیله ده چې دا وار وکړای شو د هېواد د اړتیا او د صادرولو لپاره سمنټ په افغانستان کې تولید کړو."

هغه زیاته کړه چې د غوري سمنټو کیفیت او بیه له بهرنیو سمنټونو نه ښه ده او ګټه یې هم افغانستان ته رسیږي.

د رپوټنو پر بنسټ هروه ورځ له ګاونډیو هېوادونو څخه لږ تر لږه ۵۰۰ زره بورۍ سمنټ افغانستان ته واردیږي.

د دغو سمنټو ډېره برخه له پاکستان نه افغانستان ته راځي.

XS
SM
MD
LG