د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تاوتریخوالی ۵۰ سلنه زیات شوی – سیګار


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) په یو تازه راپور کې ویلي سره له دې چې له یوې خوا د سولې هڅې روانې دي په افغانستان کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیات شوی دی.

د سیګار د راپور په اساس د روان میلادي کال د جولای له پیل څخه د سپټمبر تر پای پورې په افغانستان کې د "دښمن" د بریدونو کچه ۵۰سلنه زیاته شوې ده.

په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ویلي چې په دغو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي کچه د موسمي جګړو په پرتله هم پورته شوې ده.

د سیګار په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۵) خپور شوی راغلي: "په دغو درېیو میاشتو کې د حکومت ضد ځواکونو د ملکي تلفاتو لږ تر لږه ۸۳ سلنه ځان ته ځانګړي کړي دي. طالبان ۳۸سلنه د دغې مرګ‌ژوبلې مسول دي".

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت سیګار ته ویلي چې په دې کچه د طالبانو تاوتریخوالی د "منلو وړ" نه دی او د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تفاهم‌لیک د کمزورتیا لامل کېږي.

خو د سیګار په راپور کې ویل شوي چې پر دې سربېره بیا هم وسله‌والو ډلو د اوږدې مودې لپاره د تاوتریخوالي کچه تر هغه بریده ساتلې وه چې ورباندې د امریکا او طالبانو ترمنځ تفاهم شوی دی.

راپور کې راغلي: "په داسې حال کې د افغانستان حکومت له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په اوربند ټینګار لري، وسله‌والې ډلې په خپله خوښه شرایط تنظیموي او یا تحمیلوي".

په ورته وخت کې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره اونۍ سیمې ته د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو خواو فشار راوست ترڅو د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.

هغه ویلي: "زه سیمې ته بېرته خواشینی راوګرځېدم، د اورکم د کموالي له ژمنو سره سره بیا هم اور کم نشو. د سیاسي جوړ جاړي لپاره کړکۍ تل پرانیستې نه وي."

د دوحې د تفاهم سربېره په افغانستان کې د امریکا هوايي ځواکونو پر هلمند د طالبانو د برید پر مهال په دغې ډلې څو ځلې هوايي بریدونه وکړل.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ناټو قوماندان جنرال سکاټ میلر وویل چې پر هلمند د طالبانو بریدونه د امریکا-طالبانو له هوکړه لیک څخه سرغړونه ده او باید ژر ودرول شي.

XS
SM
MD
LG