د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د بهرنیو چارو وزیره: پاکستان ترهگر ساتي


A woman displays her index finger after casting her vote in front of the painting of Bhagat Singh, an Indian revolutionary freedom fighter, during the first phase of Uttar Pradesh state elections in village near Modinagar, India.
A woman displays her index finger after casting her vote in front of the painting of Bhagat Singh, an Indian revolutionary freedom fighter, during the first phase of Uttar Pradesh state elections in village near Modinagar, India.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج دې حقیقت ته اشاره وکړه چې مخکې تر دې چې د امریکا ځانګړي ځواکونه اسامه بن لادن ومومي او وې وژني، په پاکستان کې اوسېده.

مېرمن سوشما سواراج پرون د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې دا خبره رد کړه چې ګنې هند له پاکستان سره د سولې خبرې تخریبوي، هغې وویل چې دا بشپړدرواغ دي.

هند پاکستان د ترورېزم په پاللو تورن کړ خو پاکستان هند تورن کړ چې له ترورېزم څخه د یوې دولتې حربې یا وسلې په توګه کاراخلي. د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج وویل چې د هند د مومبی د ۲۰۰۸ کال د حملې چې ۱۶۸ تنه پکې ووژل شول، اصلي طراح لا هم د پاکستان په کوڅو او واټونو کې بېغمه چکر وهي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، پاکستان له هغه ترورېزم سره مخامخ دی چې زموږ ختیځ ګاونډی ورته مالي تمویل برابروي، اسانتاوې ورته برابروي او تنظیموي یې.

هند او پاکستان یو پربل د ترهگرئ د پاللو تورونه ولگول
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج له وینا څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې وویل هند تر سولې زیات سیاست ته ترجیح ورکړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي: "ټاکل شوې وه چې د هند او پاکستان پلاوي د ملگرو ملتونو د غونډې په څنډه کې ملاقات وکړي او د ټولو مسلو په سر له هند سره خبرې وکړي. هند دا ملاقات ددریم ځل لپاره لغوه کړ، ځکهد مودي حکومت هرځل په بې اساسه دلایلو داکار کوي. هغوی له سولې څخه سیاست کول غوره بولي."

خو د هند د بهرنیو چارو وزیرې دې حقیقت ته اشاره وکړه چې اسامه بن لادن مخکې تر دې چې د امریکا ځانګړي ځواکونه ومومي او ووژني، په پاکستان کې اوسېدو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج وايي: پاکستان يوازې د ترهګرو د پالنې ماهر نه دی بلکې د خپل کار په پټولو هم پوهېږي. د دې لوی مثال په پاکستان کې د القاعده ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن هستوګنه ده. خو پاکستان بيا هم ځان داسی ښکاره کړ لکه هيڅ ګناه یې چې نه وې کړي.

حافظ سعيد په پاکستان کې ښکاره ګرځي او جلسې کوي. خو يوه خبره ښه شوې چې دنيا اوس د پاکستان اصلي څېره ليدلې ده"

پر پاکستان يو بل تور د افغان طالبانو سره د مرستې دی. افغان چارواکي وايي چې اسلام اباد بايد له دغې وسله والې ډلې لاس واخلي. خو په ملګرو ملتونو کې شاه محمود قريشي وويل چې هېواد یې د افغان امن لپاره د کار کولو لپاره تيار دی.

"د افغانستان ۱۷ کلنه جګړه د پوځي لارې نه شي ګټل کېدای. دغلته د داعش پراختيا د تشويش خبره ده. دې ته په کتو سره پاکستان د افغانانو په مشرۍ د مذاکراتو ملاتړ کوي او وايي چې د دې کوښښونو د زياتولو ضرورت دی"

اسلام اباد او نوي دهلي تل د يو بله په داخلي چارو کې د مداخلې تورونه رد کړې دي.

بلخوا د ناتو د پوځي کمیتې مشر ستارت پېچ د پولند په وراسا کې په یوې غونډې کې وویل که څه هم د افغانستان امنیتي وضعیت ستونزمن دی خو افغان امنیتي ځواکونه په هیواد کې په ټینگه کار کوی ټی ترهگر خوندي ځایونه ونلري.

د ناټو د پوځي کمیټې مشر سټارټ پیچ وايی: مونږ به دې عملیاتي هڅو ته ځانگړې پاملرنه وکړو؛ په افغانستان کې د ناتو قاطع ملاتړ ماموریت ته چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي روزنه، سلامشورې او مرسته کوي. مونږ د افغانستان څخه خپله ژمنه نه سپمووپه برخه کې په خپله ژمنه ټینگ ولاړیو. امنیتي وضعیت ستونزمن دی. له دې سره سره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټینگه کار کوي چې خپل هیواد کې ترهگرو ته ځای ورنکړي."

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت سره د مذاکراتو وړانديز نه دی منلی. دوی دريځ لري چې لومړی بايد له افغانستانه د بهرنيوو ځواکونو د وتلو مهالويش وټاکل شي خو افغان چارواکي وايي لومړی دې خبرې پېل شي چې پر دې او نورو مسايلو بحث وشي.

XS
SM
MD
LG