د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جې پي سینګ په دا وروستيو کې کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو او سيمه ييزو چارو خبرې وکړې.
نوموړي د نومبر پر اوومه (لړم ۱۷) په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او تر هغه يوه ورځ وړاندې د دفاع له وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد سره ليدلي وو.
په امریکا کې د نړیوالو چارو شنونکي جهانګیر خټګ د نومبر پر ۱۱ (لړم ۲۱) امريکا غږ اشنا ته وويل چې د افغانستان او هند اړيکې پخوا هم ښې پاتې شوي نو په کابل کې د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د هندي پلاوي خبرې نوې يا حيرانوونکې نه دي.
نوموړي زياته کړه، هند په افغانستان کې د خپل نفوذ زياتولو لپاره راوړاندې شوی دی: "چین په افغانستان کې د معدنو د استخراج تر ټولو لويه ټېکه واخیسته نو دا خبره روښانه ده چې هند هم دا وخت اقتصادي ګټې ترلاسه کول غواړي او بیا په دې منطقه کې د چین د نفوذ کمولو لپاره دا ډول ګامونه پورته کوي."
د جهانګير خټک په وينا، په عمومي توګه د نفوذ او مفاداتو په جنګ کې هند له دې فرصته ګټه پورته کوي چې له طالبانو سره اړیکې ښې کړي او خپلې سیاسي او اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضيا احمد د نومبر پر اوومه پر اېکس ټولنيزه شبکه ليکلي چې د هند ځانګړي استازي جې پي سينګ له متقي سره د ليدو پر مهال وویل چې هېواد يې له افغانانو سره يې د بشري مرستو ترڅنګ پراختیایي مرستې هم پیل کړې دي او له اړوندو افغان ارګانونو سره په تخنیکي خبرو بوخت دي.
سينګ زياته کړه چې په نږدې راتلونکې کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند د تخنیکي پلاوو ترمنځ خبرې اترې وشي.
د هند د بهرنيو چارو د وزارت ویاند رندیر جېسوال هم د نومبر پر اوومه په نوي ډيلي کې خبريالانو ته وويل چې هند د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د سوداګرۍ وړاندیز وکړ او پر دې مهال يې د طالبانو د حکومت چارواکو ته وویل چې افغان سوداګر د ايران د چابهار بندر له کارولو ګټه پورته کولای شي.
د جېسوال په خبره، هند په ایران کې د چابهار بندر پر پراختيا او فعاليت کار کوي او دا د پاکستان په ساحلي ښار ګوادر کې د چین لخوا د جوړېدونکی بندر پر ځای په اسانه کارول کېدای شي.
هند د روان ۲۰۲۴ کال د مې مياشتې پر ۱۳ د چابهار بندر د پراختيا لپاره له ایران سره د ۳۷۰ ميليونو ډالرو ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړ. نوی ډیلی وايي، دا د ايران، منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره له هند سره د تجارت د بدیلو لارو د برابرولو په ترڅ کې يو مهم ګام دی.
په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د اقتصاد د څانګې ښوونکي پروفېسر ډاکټر معراج الحق د نومبر پر ۱۱ (لړم ۲۱) امریکا غږ اشنا ته وویل چې د نړۍ ټول هېوادونه له یو بل سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو د پرمختګ لپاره هلې ځلې او اقدامات کوي چې هند يې هم يوه بېلګه ده.
نوموړي زياته کړه: "هندوستان غواړي چې له کابل سره تجارتي اړیکې ښې کړي او د همدې لپاره يې د راشه درشه دا لړۍ پیل کړې ده خو بیا هم په څه نا څه ډول به پاکستان ونډه پکې لري. نننۍ نړۍ پر اقتصاد روانه ده او افغانستان د دې منطقې یو اهم هېواد دی نو هند هم د چین او پاکستان پرتله د افغانستان له منډۍ څخه د ګټې پورته کولو لپاره دا ګامونه پورته کوي."
د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هند په کابل کې خپل سفارت بند کړ، خو له افغانستان سره یې د تېرو څه باندې درېیو کلونو په ترڅ کې په بشري برخه کې مرستو ته دوام ورکړی دی.
که څه هم د نړۍ هيڅ هېواد لا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی خو چین، روسيه، قطر، پاکستان،ایران او ځينې نور هېوادونه په کابل کې سفارتونه لري. هند هم په وروستيو کې په کابل کې خپل سفارت بيا پرانيستی خو سفارتي او قونصلي کارونه يې لا نه دي پيل کړي.
فورم \ دبحث خونه