د هند د حکومت یو لوی مخالف سیاسي ګوند د پنجشنبې په ورځ، مې ۱۶ (غويي ۲۷مه) په انتخاباتي کمپیانونو کې د مسلمانانو پر ضد د صدر اعظم نرندرا مودي څرګندونې چې د نړۍ د ډیموکراسۍ پدغه لوی هېواد کې یې د فرقه ایز تاو تریخوالي په اړه اندیښنې زیاتې کړې، وغندلې.
له هغه راهیسې چې تیره میاشت په هند کې پارلماني ټاکنې چې د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې بلل کېږي، پیل شوي، ۷۳ کلن مودي خپل ګوند ته د رایې د راجلبولو لپاره په خپلو ویناو کې پر مسلمان اقلیت لفظي بریدونه زیات کړي دي.
بلخوا داسې انګیرل کیږي چې د مودي په مشرۍ د بهارتیا جنتیا (بي جيپي) واکمن ګوند، په روانو ټاکنو کې چې د جون په میاشتې کې پای ته رسیږي، اسانه بریا خپله کړي.
که د مودي ګوند دغه ټاکنې وګټي، نو ۷۳ کلن نریندرا مودي به دویم صدراعظم شي چې د خپلواکۍ له اتل او د هند له صدراعظم جواهر لال نهرو وروسته په پرله پسې توګه د دریم ځل لپاره ټاکنې ګټي.
د هند د مالیې پخوانی وزیر او د کانګرس ګوند غړی، پي چیدمبارام، د پنجشنبې په ورځ وویل چې مودي"د هندوانو او مسلمانانو د ویشلو معمول لوبه کوي."
هغه زیاته کړه: "نړۍ د هند د صدراعظم څرګندونې ګوري او ارزوي او دغه څرګندونې هند ته ویاړ نه بښې."
مودي د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په بهیر کې مسلمانان د "نفوذ کونکو" په توګه ونومول او ادعا یې کړې، که چیرې په روانو ټاکنو کې د کانګرس مخالف ګوند بریا ترلاسه کړي، نو د ملت شتمني بیا د مسلمانانو تر منځ وویشي.
مودي دا ادعا هم کړې چې د کانګرس ګوند یو پخواني صدراعظم غوښتل د مسلمانانو لپاره جلا بودیجه ځانګړی کړي، خو د کانګرس ګوند عمومي منشي جیرام رامیش د مودي ادعا "بې بنسټه" وبلله.
رامیش د چهارشنبې په ورځ په ایکس پاڼه کې په یو پیغام کې وویل: "دا د مودي یو عادي مبالغه او درواغ دی."
یوه لسیزه مخکې واک ته د رسیدو راهیسې، مودي هڅه کړې چې ددغه هیواد د رسمي سیکولر اساسي قانون خلاف، د هند سیاست هندو عقیدې سره نږدې کړي.
مودي یوازینی کس نه دی چې د مسلمانانو ضد اجنډا یې په لاره اچولې ده. واکمن بهارتیا جنتیا ګوند په ۱۹۸۰ لسیزه کې د رامنځته کېدو راهیسې ورته اجنډا لري او د دې ګوند سیاسي پرمختګ تل په پارلمان او ایالتي ادارو کې د مسلمانو وکیلانو د شمیر له کمښت سره مل وه.
که له یوې خوا د مودي دغو څرګندونو او کړنو هغه د "هندویزم" د اتل په توګه ډیر مشهور کړی، خو له بلې خوا د هند ډېری مسلمان اقلیت چې پدغه هېواد یې شمېر له ۲۰۰ میلیونو څخه ډېر دی، د خپل وضعیت او راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.
نرندرا مودی د سه شنبې په ورځ د نیوز ۱۸ شبکې سره په یوه ټلویزیوني مرکه کې ، مذهبي تاو تریخوالي ته لمن وهل په کله رد کړل. هغه وویل: "کومه ورځ چې زه د هندو او مسلمان د ویش په اړه خبرې پیل کړم، هغه ورځ به زه د عامه ژوند کولو وړتیا له لاسه ورکړم."
"د جهاد رایه"
خو یوه ورځ وروسته مودي په یوه انتخاباتي غونډه کې د کانګرس ګوند د "جهاد رایې" په پلانولو تورن کړ او ادعا یې وکړه چې مخالفین یې مسلمانان هڅوي چې د هغه په پر ضد رایې ورکړي.
مودي دغې انتخاباتي غونډې ته وویل:"د تاریخ په دې حساس وخت کې باید تاسې تصمیم ونیسئ چې غواړئ د جهاد رایې بهیر ته دوام ورکړئ او یا د رام د حکومتوالۍ په ملاتړ رایه ورکړئ."
هغه زیاته کړه: "تروریستانو په پاکستان کې د هند په خلاف جهاد پیل کړی دی او دلته د کانګرس ګوند د بهارتیا جنتا په خلاف د جهاد رایې اعلان کړی دی او د یو مشخص دین [مسلمانان] له پلویانو غواړي چې د مودي په خلاف په یووالي سره رایه ورکړي."
کارپوهان وايي مودي او ګوند یې غواړي چې د مسلمانونو په ضد څرګندونو سره هندوان هڅوي ترڅو خپلې رایې هغوی ته ورکړي.
د هند د ټاکنو قانون په فرقه ییزو تبلیغاتو بندیز لګولی او مخالفو ګوندونو د ټاکنو کمیسیون ته د مودي د ویناوو په اړه شکایت کړی، چې تر اوسه یې د صدراعظم مودي پر ضد کوم بندیزونه نه دي اعلان کړي.
په داسې حال کې چې په هند کې ټاکنې روانې دي، مودي او د هغه د ګوند مشران د کرکې په خبرو تورن شوي دي. همداشان د هند صدراعظم تیره میاشت په راجستان ایالت کې وویل که د کانګرس ګوند انتخابات وګټي د هندوانو پانګه به په مسلمانانو وویشي.
مخالفو ګوندونو او د مدني حقونو ډلو د نرندرا مودي پر دغو څرګندونو انتقادونه کړي دي. په هند کې د بخښنې نړیوال سازمان وویل چې مودي د هند مسلمانان "هیولا" معرفي کوي او د هغوی حقونه په خطر کې اچوي.
د سختو نیوکو سربیره د بهارتیا جنتیا ګوند ټولو مشرانو په انتخاباتي کمپاینونو کې د مسلمانونو ضد څرګندونو ته دوام ورکړی دی.
مودي تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو داسې بریښي چې د ګوند یو شمیر مشران یې د هغه د دا ډول څرګندونو سره موافق نه دي.
د مودي او د ګوند د غړو له خوا یې د "جهاد رایې" په تړاو یادونه وروسته له هغې پیل شوه چې د سماج وادي ګوند یوې مشرې ماریا علم تیره میاشت په اترپردیش که له مسلمانانو څخه وغوښتل ترڅو د رایې جهاد ته ولاړ شي او د بهارتیا جنتا ګوند له واکه لرې کړي.
علم امریکا غږ ته وویل چې مودي د جهاد له کلمې څخه په بله معنا استفاده کوي او په داسې حال کې چې د دغې کلمې اصليمعنا هڅه ده او هغې د همدې هدف لپاره کارولې ده.
په هند کې پارلماني رایې اچونه د روان کال د اپریل له ۱۹مې نېټې څخه پیل شوې او د جون تر لومړۍ نیټې پورې به دوام وکړي. همدارنګه ټولې رايې به د راتلونکې جون میاشتې پر څلورمه شمېرل کېږي او پايلې به يې په هماغه ورځ اعلانېږي.
فورم \ دبحث خونه