د لاس رسي وړ اتصالات

د کشمیر برید - هندي شرکت د پاکستان د کرکټ لیګ لوبې نه خپروي


د کشمیر په برید کې شاوخوا ۴۴ هندي نیمه پوځيان ووژل شول
د کشمیر په برید کې شاوخوا ۴۴ هندي نیمه پوځيان ووژل شول

د پاکستان کرکټ بورډ وايي د هند د تلویزوني خپرونو یوې کمپنۍ ورته خبر ورکړی دی چې د پاکستان د سوپرلیګ لوبې نورې نه خپروي.

د آی ام جي-ریلاینس (IMG-Reliance) شرکت د یکشنبې په ورځ د پاکستان کرکټ بورډ ته خبر ورکړ چې له دې وروسته به د هغه هېواد د سوپر لیګ سیالۍ پر تلویزنونو نه خپروي.

دا شرکت د پاکستان د سوپر لیګ لوبو د خپرولو درې کلن قرارداد لاسلیک کړی و. ځینې نورو هندي سپورټي چاینلونو هم ویلي دي چې دا لوبې نه خپروي.

دا ګام څو ورځې مخکې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پلوامه په سیمه کې پر هندي و له برید وروسته اخیستل کیږي.

په دغه برید کې شاوخوا ۴۴ هند نیمه پوځي سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. د پاکستان کرکټ بورډ په دې اړه خواشینې ښودلې ده.

دا برید په هند کې دننه پراخ غبرګونونه پارولی دي. له دغه برید وروست د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بیا هم پیچلې شوي دي. د پاکستان کرکټ بورډ وايي هڅه کوي چې کوم بل شرکت پیدا کړي چې دا لوبې یې هلته خپرې کړي.

اسوشیتد پرس وايي چې په پاکستان کې مېشتې د جیش محمد ډلې رسنیو ته په استول شوې پيغام کې ویلي دي چې په دغه برید کې د دوی لاس دی.

د پاکستان سوپر لیګ څو ورځې مخکې پيل شو چې د پاکستان لوبغاړو په ګډون په لسګونه بهرني لوبغاړي لوبیږي. د هند او افغانستان لوبغاړي په دغه لیګ کې نه لوبیږي.

XS
SM
MD
LG