د لاس رسي وړ اتصالات

هند کاناډايي اتباعو ته د بریښنایي ویزو ورکول بیا پیلوي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په کاناډا کې د سیکانو د یو مشر د وژلو کېدو په تړاو د اوټاوا او نوی ډهلي تر منځ د څو اوونیو ډپلوماتیک کړکیچ وروسته په هند کې رسمي سرچینو د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ لومړۍ) وویل چې دغه هېواد به له دوه میاشتنی ځنډ وروسته، کاناډايي اتباعو ته د بریښنایي ویزو ورکول بیا پیل کړي.

د کاناډا او هند ترمنځ ډپلوماتیک کړکیچ وروسته له هغه راپورته شو چې د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو ، هند په کاناډا کې د سیک فعال هردیپ سینګ نیجار په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ. خو هند د کاناډا د صدر اعظم دغه ادعا رد کړه او هغه یې "خندوونکې" وبلله.

په اوټاوا کې د هند عالي کمشنرۍ د اکتوبر په وروستیو کې وویل، چې د کاناډايي اتباعو لپاره به د ویزې ورکړه له سره پیل شي، خو د یادې کمشنرۍ په وینا، پدې کې به آنلاین غوښتنلیکونه شامل نه وي.

د بریښنايي ویزو خدمات د چهارشنبی په ورځ، د هند د صدراعظم نریندرا مودي په کوربه توب د جي ۲۰ یا د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو د مجازی غونډې څخه څو ساعته مخکې بیا پیل شول. په دې غونډه کې به د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو هم برخه واخلي.

د نیجار د وژنې پر سر له ډپلوماتیک کړکیچ وروسته، دا لومړی ځل دی چې د هند او کاناډا هېوادونو مشران یو بل سره ویني.

نیجار چې د هند حکومت "تر تعقیب لاندې ترهګر" اعلان کړی و،د سیکانو دغه فعال د تیرې جون میاشتې په ۱۸ مې نیټې د کاناډا د ونکوور ښار یوې داسې سیمې کې ووژل شو چې ډیر سیکان پکې ژوند کوي. خو کاناډا ویلي دي چې نیجار په هیڅ هیواد کې ترهګریز عمل نه دی کړی.

په کاناډا کې د سیکانو دغه مشر هغه مهال ووژل شو چې غوښتل یې له هند څخه د بېلتون او د سیکانو لپاره د "خالستان" د خپلواک دولت د جوړولو په اړه یوه غیر رسمي ټول پوښتنه پیل کړي.

کاناډا تېره میاشت وویل، چې له هند څخه به خپل ۴۱ ډپلوماتان راوغواړي، ځکه د اوټاوا په وینا، هند د دغو ډپلوماتانو، ډپلوماتیک مصونیت لغوه کړی او یوازې ۲۱ کاناډایی ډپلوماتان به په هند کې له خپلو کورنیو سره پاتې شي.

په ورته وخت کې، د هند حکومت د سپتمبر پر ۲۰مه، خپلو اتباعو په ځانګړي توګه محصلینو ته خبرداری ورکړ که چیرې کاناډا ته سفر کوي او يا په دغه هېواد کې د پاتې کېدو پلان لري، نو له "ډیر احتیاط" څخه کار واخلي.

د هند حکومت په اوټاوا تور لګوي چې د سخت دریځو سک ملتپالو په فعالیتونو سترګې پټوي چې د هند په شمال کې د سیکانو د یو خپلواک دولت د جوړولو ملاتړ کوي.

د ۲۰۲۱ م کال د احصايې له مخې، کاناډا کې څه باندې ۷۷۰ زره سیکان ژوند کوي چې د دې هیواد د وګړو دوه سلنه کیږي.

په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې بېلتونپالنه او د خالستان ایالت د رامنځته کولو مبارزه په هند کې د خونړي بغاوت لامل شوه چې په کې د لوړ پوړو هندي چارواکو په ګډون زرګونه کسان ووژل شول، خو دا غورځنګ اوس په پنجاب کې لږ ملاتړ لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG