د متحدو ایالتونو څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۰ (لړم۳۰) د هند لوی صنعتکار او میلیاردر ګواتم اداني د سلګونو میلیونو ډالرو په بډې ورکولو او له پانګوالو څخه د تادیاتو د پټولو په قضیې کې تورن کړی.
سره له دې چې د دغه هندي پانګوال د پانګونې لمنه ډېره پراخه او د سکرو ډبرو، هوايي ډګرونو د رغولو، سیمنټو او د رسنیو په کاروبار کې دخېل دی، د اداني ګروپ د مشر نوم په وروستیو کلونو کې د تجارتي تورونو او ونډو له سقوط سره تړل شوی دی.
ګواتم اداني تورن دی چې د لمریزې انرژۍ د ګټورو تړونونو د ترلاسه کولو لپاره یې هندي چارواکو ته د ۲۵۰ میلیون ډالرو رشوت په ورکولو موافقه کړې وه. اټکل شوی چې دغو تړونونو به په شاوخوا ۲۰ کلونو کې د مالیې له ورکولو وروسته ۲۰ میلیارد ډالر ګټه کوله.
امریکايي څارنوالانو فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې په دغې قضیې کې د اداني په ګډون هېڅ تورن نیول شوی نه دی. څارنوالان وايي د تورن اداني یو ملګري به د رشوت ورکولو بهیر په دقت څاره او په تیلیفون باندې به یې مقاماتو ته ورکړل شوي اطلاعات ثبتول.
د امریکا د لویې څارنوالۍ مرستیالې لیزا میلر وویل: «د اتهام دا قضیه د هند د حکومت مقاماتو ته د ۲۵۰ میلیونو ډالرو د بډې ورکولو، د میلیاردونو ډالرو د راټولولو لپاره پانګوالو او بانکونو ته د درواغ ویلو او د عدالت د اجرا په مخ کې د خنډ جوړلو حکایت کوي.»
له مجازاتو څخه ویره
د متحدو ایالتونو د فدرال تحقیقاتي بیرو (اف بي آی) یو مسئول جیمز دینیهي وایي چې ګواتم اداني او نور سوداګر تورن دي چې د هند حکومت ته یې بډې ورکړې چې د خپلې تجارتي ګټې لپاره ګټور تړونونه تمویل کړي.
دغه امریکايي مقام وویل چې په دې قضیې کې ټولو دخېلو کسانو د رشوت د پټولو هڅه کړې چې د دولتي تحقیقاتو مخه ونیسي.
اداني چې ډېر کم له رسنیو سره غږېږي، لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
ګواتم اداني د هند د ګجرات په احمداباد کې په یوې متوسطې کورنۍ کې زېږېدلی، هغه په ۱۶ کلنۍ کې ښوونځی پرېښود او ممبۍ ته ولاړ چې د قیمتي ډبرو کار پیل کړي.
نوموړي د خپل ورور د پلاستیکو په فابریکې کې له څه وخت کار کولو وروسته په ۱۹۸۸ کال کې د اداني شرکت جوړ کړ، اوه کاله وروسته یې په ګجرات کې د یو انتقالاتي بندر د جوړولو تړون ترلاسه کړ او چارې یې هم خپله څارلې، دا د اداني یوه لویه تجارتي لاس ته راوړنه وه.
په تېر کې هم د سوداګرۍ په نړۍ کې د اداني ګروپ د چټکې پراختیا په اړه شکونه وو. د «څېړنو کریډټ سایټ» ادارې په ۲۰۲۲ کال کې خبرداری ورکړی و چې دا ګروپ له حده زیات مستقرض دی.
په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د پانګونې یو شرکت (هیندنبورګ تحقیقات) په خپل راپور کې ادعا وکړه چې د اداني شرکت له لسیزو راهېسې «په ونډو کې د لاسوهنې او محاسبي اختلاس په بې باکې طرحې کې» دخېل دی.
هیندنبورګ ویلي وو چې د دغه شرکت په اړه د هند د حکومت نرمښت د دې لامل شوی چې پانګوال، خبریالان، عام خلک او سیاستوال د غچ اخیستو له ویرې د دغه شرکت د سوداګرۍ په نوعیت انتقاد ونه کړي.
فورم \ دبحث خونه