د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پولیسو یو کس په سینمايي ستوري ‌سیف علي خان باندې د برید په تور ونیوه


فلمي ستوری سیف علي خان
فلمي ستوری سیف علي خان

په هند کې پولیس وایي د یکشنبې په ورځ جنوري ۱۹ (مرغومې۲۰) یو کس یې د هند د سینمايي ستوري سیف علي خان باندې د برید په شک نیولی دی.

دغه ۳۰ کلن سړی په ممبۍ کې نیول شوی او ویل کېږي چې اصلي بریدګر به وي.

سیف علي خان د پنجشنبې په ورځ په خپل کور کې په چاقو وهل شوی او ژوبل شوی و. ځینې ټپونه یې ژور وو او ډاکټرانو له عملیاتو وروسته وویل چې د هغه ژوند له خطر څخه بچ دی.

په دغه برید کې د سیف علي خان د کور یوه کارګره هم ژوبله شوې ده.

د هند نورو سینمايي ستوریو او د سیف علي خان مینه والو په دې پېښې خواشیني‌ ښودلې او هغه ته یې د ژر رغېدو هیله کړې ده.

د پولیسو یو افسر دیګشت ګیدام وویل چې نیول شوی مشکوک د بنګله دېش دی او هند ته په ناقانونه توګه راغلی دی. وايي هغه په هند کې خپل نوم هم له محمد شریفل اسلام شهزاد څخه بیجوا داس ته اړولی دی.

ګیدام وویل چې لومړني شواهد څرګندوي، چې دغه کس د غلا په نیت د سیف علي خان کور ته داخل شوی و. هغه ممبۍ ښار ته نژدې نیول شوی، ګیدام وايي‌ دغه مشکوک له شاوخوا پنځو شپږو میاشتو راهېسې دلته ژوند کاوه.

سیف علي خان، چې د فلمونو پروډیوسر او تولید کوونکی هم دی، په شاوخوا ۷۰ فلمونو او تلویزوني سریالونو کې یې کار کړی دی.

د هغه پلار منصور علي خان پتاودي د هند د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان و او مور یې شرمیلا ټاګور د فلمونو اداکاره وه.

سیف علي خان په خپل هنري ژوند کې د « Filmfare Awards»‌ اوه جایزې ګټلې دي. نوموړي په ۲۰۱۰ کې په هند کې تر ټولو لوی ملکي ایوارډ (پدما شري) وګټه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG