د لاس رسي وړ اتصالات

تلپاتې اوربند د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام یو عنصر


کابل ښار
کابل ښار

بهرنیو مرسته کوونکو هیوادونو د یو سند په لاس لیک کولو سره ویلي دي چې د افغانستان سره د خپلو راتلونکو مرستو په هکله ۱۰ عنصره په پام کې نیسي چې تلپاتې اوربند په کې شامل دی.

اروپایي اتحادیې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي هغو هیوادونو چې دغه سند یې لاس لیک کړی افغانستان ته ۸۰ فیصده پرمختیایي مرستې برابروي.

پدغو هیوادونو کې د امریکا متحده ایالات، استرالیا، ډنمارک، جرمني، جاپان، ناروې، بریتانیا، کانادا، فنلند، ایټالیا، هالند او سویډن شامل دي. دوی ویلي دي چې ددغو ۱۰ عنصرونو په پام کې نیولو سره به د افغانستان سره د مرستو د دوام په هکله تصمیم ونیول شي.

د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې ټول شموله بهیر چې د افغانانو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې لاسته راوړنې وساتي. دغو هیوادونو ویلي چې د مذاکراتو په ترڅ کې ددغو لاسته راوړنو ساتل او ترویج چې بشري حقونه، بنسټیزې ازادۍ په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو حقونه په کې شامل دي پرې توافق او تطبیق کیدل یې خورا اهمیت لري.

تلپاتې او سرتاسري اوربند د مرسته کوونکو هیوادونو یو بل شرط دی چې د هغوی په باور پدې هکله سمدسټي موافقه د مرستو د رسولو چارې ښه کوي.

په دموکراسۍ باندې دوامداره تعهد، د قانون حاکمیت او بشري حقونه ددغو هیوادونو د شرایطو بل عمده عنصر دی. په سند کې د ښځو پر توانمندۍ او د هغوی په مساوي حقونو او همداشان د بیان پر ازادۍ ټینګار شوی دی.

د سولې مذاکرات او هغه موافقه چې په نتیجه کې یې رامنځ ته کیږي باید د هغې په پلي کیدو کې د جګړې د قربانیانو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته پاملرنه وشي. پدې کې د انتقالي عدالت پر تامین هم ټینګار شوی دی.

د فساد پر وړاندې معنی لرونکې او د لیدلو وړ مبارزه، په فساد ککړو مقاماتو قانوني تعقیب او د غلا شویو ملکیتونو بیرته موندل هم ددې هیوادونو په شرایطو کې دي.

ددې شرایطو یو بل عنصر د افغانستان نړیوالو مکلفیتونو او ددې هیواد تاسیساتو ته درناوی دی.

دغو هیوادونو ویلي چې د ملګرو ملتونو ثابتو انکشافي اهدافو پروګرام د افغانستان لپاره د نړیوالو متداومو مرستو لپاره کاري چوکاټ برابروي. په دې معنی چې ټول افغانان په منصفانه توګه د هغو ګټو نه برخورداره شي چې د سولې نه ترلاسه کیږي. ثابته سوله ټولو افغانانو ته یو با امنه او با ثباته چاپیریال رامنځ ته کوي او د فقر په له منځه وړلو، د غیر منظم مهاجرت په مخنیوی او د مهاجرینو د با وقاره په بیرته راتللو کې مرسته کوي.

ټولنه کې د جنګیالیو، مهاجرینو او بیځایه شویو بیرته ادغام او په انکشافي بهیر کې د هغوی ورګډیدل باید تضمین شي.

د افغانستان حکومت او د طالبانو ډله باید ژمنه وکړي چې هره هغه بین المللي تروریستي ډله او یا کس چې د افغانستان د خاورې نه د نورو هیوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره استفاده کوي مخنیوی یې وکړي او د مخدره توکیو د قاچاق او د انساني قاچاق د شبکو په وړاندې مبارزه وکړي. دغه هیوادونه له افغانستان غواړي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي او قانون او نړیوالو قانونو ته بشپړه درناوی وکړي.

د افغانستان د حکومت او د هغه د نړیوالو شریکانو ترمنځ د حساب ورکولو متقابل اصل باید ددې هیواد د هر راتلونکي حکومت سره دوام وکړي.

د مرستو د رسولو په ترڅ کې ټولو پرمختیایي او بشري مرسته کوونکو ته باید پرته له خنډ، مصون او له غیر قانوني مالباتو پرته لاس رسی برابر شي. ددې عنصر مرام دادی چې د افغانستان ټولو اوسیدونکو ته ټولنیزې مرستې لکه روغتیایي او د زده کړو خدمتونه ورسیږي.

دغو هیوادونو ویلي دي چې تیار دي چې د میکانیزم د پلي کیدو او د هغوی د مالي ملاتړ د انکشافي فکتورونو د تطبیق لپاره د بین الافغاني مذاکراتو له اړخونو سره وګوري.

دغو هیوادونو ویلي دي چې د سولې د مذاکراتو په پیل کې یې ګډ هدفد یو هوسا، متحد او دموکراتیک افغانستان څخه د ملاتړ لپاره د افغانستان د خلکو سره د پایداره مشارکت وړاندیز دی.

ټاکل شوی چې د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنه شوې مرستې تر دوو میاشتو پورې پای ته ورسیږي او د فنلند حکومت چې د افغانستان سره د مرستو لپاره د ژنیو د کنفرانس کوربه هیوادونو له ډلې څخه دی په دغه بهیر کې یې د عمده بدلونو خبر ورکړ.

د فنلند د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو، وویل چې یو عمده بدلون د مرستو ارزول د څلور کالو څخه یو کال ته راټیټیدل دي. د فنلند د بهرنیو چارو وزیر وویل مرسته کوونکې ټولنه نه غواړي چې د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر،‌ پرون د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۶) په ولسي جرګې کې وویل چې د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو خطر شته.

ښاغلي اتمر زیاته کړه: "ددې خطر شته چې نړیواله ټولنه خپله ناتواني څرګنده کړي. پرون نړیوالې ټولنې د افغانستان دولت او مقابل لورې ته چې له مونږ سره په مذاکره بوخت دي، د نړیوالو مرستو په خاطر لس اساسي شرایط وړاندې کړل."

هغه وویل چې پدغه شرایطو به د کابینې په غونډه کې غور وشي. خو په هکله یې نور جزییات ورنکړل.

ټاکل شوی د افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو کنفرانس د نومبر له ۲۳ نه تر ۲۴ پورې د سویس په ژنیو کې وشي.

XS
SM
MD
LG