د لاس رسي وړ اتصالات

'ژنیو کنفرانس کې دې د افغان ماشومانو سره د زیاتو مالي مرستو ژمنې وشي'


دافغانستان د یو نوي ښوونځی زده کوونکي
دافغانستان د یو نوي ښوونځی زده کوونکي

په داسې حال کې چې سویس کې د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال کنفرانس ترسره کیږي د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې له نړیوالو غوښتي چې افغان ماشومانو سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

دغه بنسټ نن سه شنبه نومبر ۱۷ (لړم۲۷) په یوې اعلامې کې د ژینو غونډه چې تر څو ورځو پیلیږي، افغانستان ته مهمه بللې ده.

په اعلامیې کې راغلي دي: "دا غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د افغانستان د سولې خبرې هم روانې دي. نړیواله ټولنه باید د ماشومانو د زده کړې په برخې کې ډېرې مرستې وکړي او د معلولینو حقوقو ته پاملرنه وکړي."

یاد بنسټ زیاته کړې چې د روغتیا په برخې کې هم د پانګې اچونې ته اړتیا شته ځګه د هغو ماشومانو چې په جګړو کې ټپي شوي دي د ژوند کیفیت یې باید لوړ کړل شي.

افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې مشر کریس نیماندي ویلي دي چې نړۍ باید افغانستان سره مرسته وکړي چې تر څو د سولې راتګ ته یوه حل لاره پیدا کړي.

په اعلامیې کې د کابل پر کوثر روزنتون او د افغانستان په شمال ختیځ کې پر ښونځیو بریدونو ته اشاره شوې او زیاته کړې یې ده چې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۱۹۰۰ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې ویلي چې یادو بریدونو ته په کتو افغانستان په نړۍ کې ماشومانو ته تر ټولو مرګونی هېواد دی.

سیف د چلدرن وايي افغانستان کې د زده کړې په برخې کې پر افغان ماشومانو پانګه اچونه د جنوبي اسیا هېوادونو په پرتله ۷۸ سلنه ټیټه ده او که چېرته همداسې دوام وکړي د افغان ماشومانو راتلونکی ګواښوي.

XS
SM
MD
LG