د لاس رسي وړ اتصالات

د المپیک نړیوالې کمیټې افغان ورزشکارانو سره د مرستې اعلان وکړ 


د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر ټوماس باک
د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر ټوماس باک

د المپیک نړیوالې کمیټې له افغانستان څخه د کابو ۳۰۰ ورزشکارانو د تخیله کیدو له همغږۍ وروسته، د چهار شنبې په ورځ ډسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷) د پاتې کسانو لپاره په راروان ژمې کې د ۵۶۰ زره ډالره مرستې اعلان وکړ.

د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر ټوماس باک وویل: "زموږ د محتاطانه دیپلوماسۍ څخه په مننې، د طالبانو د ورزشي ټولنې له غړو سره چې تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي د المپیک د نړیوالې کمیټې د بشري مرستو لیږد ومانه او ملاتړ یې ورڅخه وکړ."

نوموړي دا څرګندونې د اجرایوي بورډ د دوه ورځنۍ غونډې وروسته وکړې. په دې غونډه کې د المپیک نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د المپیک او پارا اولمپیک له شاوخوا ۲۰۰۰ ورزشکارانو سره د بشري مرستو په هدف د ۵۶۰ زره ډالرو د ځانګړي‌ کیدو خبر ورکړ.

دغه مرستې به د کډوالو‌ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له خوا وویشل شي.

د اګست په نیمایي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، شاوخوا ۳۰۰ افغان ورزشکاران، روزونکي او چارواکي د المپیک د نړیوالې کمیټې په مرسته له افغانستان څخه وایستل شول.

ښاغلي باک وویل:"دا کار دوام لري." خو هغه زیاته کړه:" د تخلیې د پیل په پرتله اوس دا ډیره ستونزمنه شوې چې افغانانو لپاره بشري ویزې واخیستل شي، خو له دې سره سره موږ له یو شمیر حکومتونو سره په خبرو کې یو او هیله من یو چې یوې نتیجې ته ورسیږو."

د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر ټوماس باک د سه شنبې په ورځ ډسبمر ۷ وویل چې د نومبر په ۱۸ یې په قطر کې له طالبانو سره د پاتې کسانو په خاص ډول میرمنو او نجونو په اړه خبري وکړې.

نوموړي وویل:"موږ په روښانه هغوی ته څرګند کړه چې له هر ډول جنسیتي، مذهبي، قومي او یا هم نورو تعصباتو پرته، ورزش ته لاسرسی د المپیک منشور ته د درناوي لپاره مهم دي."

د المپیک نړیواله کمیټه په داسې حال کې د افغان ورزشکارانو له ټولنې سره د مرستو خبر ورکوي چې نړیوالو بنسټونو په راروان ژمنې کې په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG