د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ د المپیک په لوبو کې شامل شو


د اولمپیک د نړیوالې کمېټې مشر توماس په هند کې له ماشومانو سره کرکټ کوي
د اولمپیک د نړیوالې کمېټې مشر توماس په هند کې له ماشومانو سره کرکټ کوي

د ۲۰۲۸ کال د المپیک لوبو تنظیموونکو د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۴) اعلان وکړ چې په دغو لوبو کې به کرکټ هم شامل وي.

د المپیک دا لوبې به د امریکا متحده ایالاتو د لاس انجلس په ښار کې وي.

د المپیک نړیوالې کمیټې شورا په ممبۍ کې د رایې اچونې په پایله کې، په راتلونکو لوبو کې د کرکټ ترڅنګ د بیسبال/سافټبال، د بیرغ فوټبال (د امریکايي فوټبال داسې بڼه چې لوبغاړي له یو بل سره مستقیم تماس نه نیسي)، سکواش او لاکروس د شاملولو پرېکړه کړې ده.

د المپیک نړیوالې کمیټې اجرائیوي بورډ تېره اونۍ په لاس انجلس کې د المپیک لوبو د تنظیموونکو هغه وړاندیز تائید کړ چې په دې لوبو کې ۲۰ اوریز کرکټ هم شامل شي خو ددې پرېکړې د نهايي کېدو دپاره د بورډ رایه اچوونې ته اړتیا وه چې وشوه.

د لاس انجلس د المپیک تنظیوونکو وړاندیز کړی چې د نارینه او ښځینه ۲۰ اوریز کرکټ کې به شپږ ټیمونه برخه ولري خو د ټیمونو د نهايي شمېر او غوره کېدو د شرایطو په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

د المپیک په لوبو کې کرکټ په لومړي ځل په ۱۹۰۰ کې شامل شوی و. په هغو لوبو کې د بریتانیا یو ټیم د فرانسې ټیم ته ماتې ورکړې وه.

په المپیک کې د کرکټ د زیاتولو پریکړه له اقتصادي پلوه هم پر ځای ګام بلل شوی او تمه کیږي چې د هند او پاکستان په څېر ټیمونو لوبول به د جنوبي اسیا په مارکیټ کې د المپیک پراختیا ته لار پرانیزي.

د جولاۍ په میاشت کې په امریکا کې د "میجر لیګ" په نوم د کرکټ تجارتي سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ نړیوالې شورا رئیس ګریګ بارکلي وویل: "دا د ټولو په ګټه ده او د کرکټ دپاره یوه ښه ورځ ده. کرکټ نړیواله لوبه ده چې په ډیرې تیزۍ سره د پراخېدو په حال کې ده او د المپیک په څېر په نړیوال ستېج کې یې اضافه کېدل د دې لوبې ستر پرمختګ ښيي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG