د لاس رسي وړ اتصالات

د سنرایزر لوبغاړو د جلال اباد د برید په ویر تورې پټۍ تړلي


د جلال اباد کرکټ په میدان کې برید کې اته تنه ووژل شول چې ټول ولسیان او د کرکټ مینوال وو
د جلال اباد کرکټ په میدان کې برید کې اته تنه ووژل شول چې ټول ولسیان او د کرکټ مینوال وو

د آی پي ال په سیالیو کې د محمد نبي او راشد خان لوبډلې سنرایزر حیدراباد لوبغاړو د ننګرهار د برید په ویر کې په لاسونو تورې پټۍ تړلي دي.

د جمعې په ورځ (مۍ۱۱) د جلال اباد په ښار کې د کرکټ په میدان کې درې پرله پسې چاودنې وشوې لږ تر لږه اته تنه یې ووژل او څه باندې ۳۰ نور یې ژوبل کړل.

د سنرایزر لوبډلې لوبغاړو په همدغه برید کې د وژل شویو په یاد او زخمیانو ته د روغتیا په هیله په مټو کې تورې پټۍ تړلي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د سنرایزر حیدراباد دا کار ستایلی او مننه یې ترې کړې ده چې له افغانانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د سنرایزر لوبغاړو د سه شنبې په ورځ (مۍ۲۰) له چینايي سوپر کینګز سره په لوبې کې دا کار وکړ.

راشد خان او محمد نبي دا مهال د سنرایزر حیدراباد په لوبډلې کې لوبیږي، دوی تېرکال هم په همدغې لوبډلې کې وو.

آی پي الد هند سترې تجارتي سیالۍ دي چې د هند او نړۍ مشهور لوبغاړي په کې لوبیږي.

XS
SM
MD
LG