د لاس رسي وړ اتصالات

د عبدالله او روحاني لیدنه؛ امریکا د چابهار بندر په هکله "مثبت نظر"لري


د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۲۴) د امریکا په نیویارک ښار کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره ولېدل.

د اجرائیه رئیس په مشرۍ افغان پلاوی د ملګرو ملتونو په ۷۳ کلنۍ غونډه کې د برخه اخېستلو په خاطر، امریکا ته په رسمي سفر راغلی دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني او د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس، اکرام خپلواک هم شته.

د اجرائیه رئیس ویاند مجیب الرحمن رحیمي امریکا غږ ته وویل چې د ایران او افغانستان د مشرانو په مجلس کې د کابل او تهران ترمنځ د "جامع توافق نامې"، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او له چابهار بندر څخه پر استفادې خبرې وشوې.

د رحیمي په وینا عبدالله او روحاني د چابهار بندر د فعال ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ او موافقه یې کړې چې له دغه تجارتي بندر څخه استفاده وشي.

ایران، افغانستان او هند په ۲۰۱۶ کال یو سند لاسلیک کړ او موافقه یې وکړه چې د یو سیمه ایز تجارتي مرکز په صفت له چابهار بندر څخه د اقتصادي راکړو ورکړو په خاطر استفاده وشي.

د امریکا حکومت د ایران او نړیوالو قدرتونو تر منځ له اټومي موافقې څخه تر وتلو وروسته پر ایران تازه اقتصادي بندیزونه لګولي دي. ددغو بندیزونو له نافذېدو سره سم، په چابهار بندر کې د هند او افغانستان ونډه له یوه ناڅرګند حالت سره مخامخ شوې ده.

د اجرائیه رئیس ویاند وایې چې امریکايي استازو له افغان چارواکو سره په خبرو کې له چابهار بندر څخه د افغانستان پر استفادې "مثبت نظر"بیان کړی دی.

پر "با اعتباره ټاکنو"د ملګرو ملتونو ټینګار

افغان اجرائیه رئیس نیویارک ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېرش سره ولیدل.

ملګرو ملتونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې ګوتېرش او عبدالله په افغانستان د راتلونکو پارلماني ټاکنو او د سولې پر مذاکراتو خبري کړي دي.

د اجرائیه رئیس ویاند وایې چې عبدالله له پاکستان سره د افغانستان پر اړیکو هم د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره خبرې کړي دي.

مجیب الرحمن رحیمي وایې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د رڼو او "بااعتباره ټاکنو"په ترسره کېدو ټینکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG