د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په هرات کې د خپلې قونسلګرۍ د مامورینو خوندیتوب غوښتی


ایران ویلي چې په هرات کې یې قونسلګري د امنیتي دلایلو په خاطر تړلې ده.
ایران ویلي چې په هرات کې یې قونسلګري د امنیتي دلایلو په خاطر تړلې ده.

وروسته تر هغه چې طالبانو د هرات ولایت ونیوه، ایراني چارواکو پدې ولایت کې د خپلې قونسلګرۍ د مامورینو د خوندیتوب د ضمانت غوښتنه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خاطبزاده په ټویټر کې لیکلي چې د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د تشدد په زیاتیدو اندیښمن دی.

ښاغلي خاطبزاده لیکلي، " ایران د خپلو دپلوماتیکي ماموریتونو او کارکوونکو د بشپړ خوندیتوب ضمانت غواړي."

خاطبزاده ویلي چې د هرات په ښار کې د ایران د قونسلګرۍ د مامورینو سره په اړیکه کې دي. قونسلګري د ایران د پولې نه شاوخوا ۱۱۵ کیلو متره لیرې پرته ده.

د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مسؤل رسول موسوي د ایرنا سرکاري خبري اژانس ته ویلي چې په هرات کې د قونسلګرۍ د مامورین ښه دي.

ښاغلي موسوي دا ندي ویلې چې په قونسلګرۍ کې څومره ایراني مامورین کار کوي خو زیاتوي چې طالبانو یې د خوندیتوب ضمانت ورکړی.

هغه ویلي، " هغوي لا هم د قونسلګرۍ دننه دي. کوم ځواکونه چې اوس یې د هرات کنټرول په لاس کې دی، د قونسلګرۍ، دپلوماتانو او نورو مامورینو د بشپړ خوندیتوب ضمانت ورکړی. "
طالبانو د پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت ونیوه. په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوې چې پکې د هرات پخوانی جهادي قوماندان اسماعیل خان د طالبانو سره یو ځای په یوې غونډې کې خبرې کوي. ویل کیږي چې اسماعیل خان هم طالبانو سره یو ځای شوی.

ایران په هرات او مزار شریف کې د امنیتي دلایلو له کبله خپلې قونسلګرۍ تړلي دي خو مامورین او دپلوماتان یې لا هم پکې شته دي.

طالبانو په ۱۹۹۸ کال کې هم په مزار شریف کې د ایران د قونسلګرۍ څو دپلوماتان او خبریالان وژلي وو.

سره لدې چې طالبانو ویلي وو هغو کسانو د ایران دپلومان وژلي چې په خپلواکه توګه یې فعالیت کاوه، خو ایران یې د وژل کیدو ملامتي په طالبانو واچوله او نږدې وه چې ایران په افغانستان کې نظامي مداخله وکړي.

XS
SM
MD
LG