د لاس رسي وړ اتصالات

چابهار پر ایرن د ټرمپ د بندیزونو تر سیوري لاندې


د چابهار بندر افغانستان له سمندر سره نښلوي
د چابهار بندر افغانستان له سمندر سره نښلوي

د ایران له اتومي تړون څخه د امریکا په وتلو او پر تهران د نویو بندیزونو په لګولو سره د چابهار بندر پروژه، چې د افغانستان لپاره یوه مهمه تجارتي‌ او ترانزیتي لار بلل کیږي، هم له خطر سره مخامخ شوې ده.

هند د ایران د چابهاربندر د پروژې لګښت ورکوي. چابهار په وچه کې ایسار افغانستان له سمندر سره نښلوي او ورسره پر پاکستان یې اقتصادي او سوداګریزه اتکا هم کمیږي.

رویټرز خبري اژانس د یو هندي ‌چارواکي له خولې لیکلي‌ دي چې پر تهران د واشنګتن نویو بندیزونو حالت خورا پیچلی کړی او هند له ایران سره د چابهار بندر پر شرایطو له سره خبرې پیل کړي دي.

پر ایران د نویو بندیزونو له کبله او د امریکا د سختو مالي جریمو له ویرې ځینو مالي شرکتونو هم د چابهار په بندر کې پانګونه نه ده کړې او داسې نه ښکاري‌ چې پر دغه بندر دې د پانګونو ننګه هم وکړي.

د دریو شرکتونو کارونه، چې دوه یې چینايي او یو یې هندی دی، په ټپه درول شوي دي؛ د دغه شرکتونو یو مسئول وویل هر مالیه ورکوونکی شرکت پر چابهار تر پانګونې مخکې د امریکا له لوري سپيناوی غواړي.

پر دې سربېره د یو منظم بانکي سیستم د نشتوالي له کبله افغان سوداګر د چابهار بندر له لارې په سوداګرۍ کې د حوالې له دودیز سیستم نه کار اخلي چې دا کار د یو هېواد په اقتصاد کې د مثبت بدلون لپاره اغیزناک نه دی.

په ۲۰۱۷ کال کې ولسمشر ټرمپ‌ د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د خپلې تګلارې د اعلانولو پر مهال له هند څخه وغوښتل چې په افغانستان کې مهم رول ولوبوي او له کابل سره د سوداګرۍ او تجارت په برخو کې هم مرستې وکړي.

د نیویارک پوهنتون د نړیوالو همکاریو د مرکز شننونکی بارنت روبین وايي"د افغانستان په اقتصادي‌ پرمختګ کې د هند د ګډولو یوازینۍ لار د چابهار بندر دی."

د چابهار بندر په لومړي سر کې هند ته د افغانستان د زراعتي محصولاتو د صادرولو لپاره کارول کېده خو د افغانستان د خامو معدني‌موادو لکه وسپنه، مرمرو او دا ډول نورو د انتقال لپاره هم په پام کې نیول شوی دی.

د امریکا د دفاعي پوهنتون د جنوبي‌ اسیا د برخې شننونکی تامس لینچ رویټرز خبري اژانس ته وویل "د هوا له لارې هر څه نشي انتقالېدی، له پاکستان سره هم تجارت همداسې روان ساتلی نشې، ځکه پاکستان له هر څه باج اخلي. چابهار د افغانستان اقتصادي شاهرګ دی."

افغانستان حکومت هڅه کړې چې افغان شرکتونه چې د چابهار له لارې سوداګري‌ کوي ‌پرایران د ټرمپ ‌له بندیزونو مستثنی وي. خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي ‌چې دغو هڅو لا نتیجه نه دې ورکړې او کابل لا هم په دې اړه د واشنګټن وضاحت ته منتظر دی.

XS
SM
MD
LG