د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکا وروستي بندیزونه ظالمانه او احمقانه وبلل


د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د ( جون په ۲۵ مه ) د هغه هېواد پر مذهبي مشر علي خامنه يي او یو شمیر نورو مشرانو د امریکا تازه بندیزونه ظالمانه او احمقانه بللي دي.

حسن روحاني یوه ورځ وروسته له هغه دغه څرګندونې کوي چې د جمهور رئیس ټرمپ حکومت د هغه هیواد پر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي او د هغه پر همکارانو تازه بندیزونه ولګول.

ښاغلي روحاني وویل دا پریکړه د سپینې ماڼۍ د هڅو یقیني ناکامي څرگندوی" له سیاسي نظره په دې اړه هیڅ شک نلرم. هیڅ هوښیار سړی به هغه څه ونکړي چې دوی یې په دې ورځو کې کوي. احساس کوم چې د امریکا د مشرانو او سپینې ماڼۍ ترمنځ جدي خواشیني او ستره وارخطايي او مغشوش تیا شته."

ښاغلي روحاني پر جمهور رئیس ټرمپ انتقاد وکړ او ویې ویل سپینه ماڼۍ له ذهنی پڅوالی سره مخ ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن نن سه شنبه په اسرایلو کې په یوې غونډه کې چې عمده تمرکز یې پر ایران وو وویل، واشنګټن له بندیزونو سره سره د تهران سره خبرو ته چمتو دی.

ښاغلي بولټن وویل: " جمهور رئیس په بشپړ ډول د ایران د اټومي پروګرام او د هغه هیواد د بالیستیک توغندیو سیستم د له منځه وړلو، له نړیوالو تروریزم څخه د هغه د ملاتړ او په نړیواله کچه د ایران د مضرو اعمالو د پای ته رسیدو په شرط د خبرو اترو ور پرانیستی پریښی دی. "

د روسیې د املي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف په دې غونډه کې وویل: " نن موږ د ایران په اړه وغږیدو. تاسې پوهیږئ چې روسیه او ایران د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې مشترک فعالیت لري. موږ یوپر بل د دوه اړخیز نفوذ لارې لرو او یو بل ته غوږ نیولی شو."

ښاغلي پټروشیف وویل د اسرایلو په اندیښنو پوهیږي او غواړي چې ګواښونه هوار شي څو د اسرایلو امنیت تضمین شي.

د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ایراني ځواکونو له خوا ددغه هیواد د یوې بې پیلوټه الوتکې تر نسکورولو وروسته پرون د ایران پر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي او یو شمیر نورو ایراني چارواکو بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG