د لاس رسي وړ اتصالات

ایران یو پخوانی خبریال د جاسوسۍ په تور اعدام کړ


په خبریال روح الله زم په ځمکې د فساد خپرولو تور هم لګیدلی و چې په ایران کې سنګین جرم دی او د مرګ سزا لري.
په خبریال روح الله زم په ځمکې د فساد خپرولو تور هم لګیدلی و چې په ایران کې سنګین جرم دی او د مرګ سزا لري.

ایراني چارواکو د روح الله زم په نامه سیاسي مخالف او د یوې تلویزیوني شبکې پخوانی مشر د جاسوسۍ، د حکومت ضد په مظارهرو کې د برخې اخیستو او اسلام ته د سپکاوي په تور اعدام کړ.

د ایران سرکاري خبری تلویزیون ویلي چې روح الله زم نن د شنبې په سهار، ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۲) وروسته تر هغه په دار وځړول شو چې سترې محکمې یې د اعدام حکم تائید کړ.

د ایران د حکومت دغه مخالف د ډیرې مودې راپدیخوا په فرانسې کې اوسیده خو د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په میاشت کې د هغه د نیول کیدو خبر ورکړ او دا تور یې پرې ولګاوه چې د فرانسې د استخباراتو د ادارې په لارښوونه یې کار کاوه.

د ارنا سرکاري خبري اژانس هم په یو راپور کې ویلي چې روح الله زم د فرانسې او په سیمه کې د یو بل هیواد لپاره چې نوم یې ندی اخیستل شوی جاسوسي کوله.

په راپور کې ویل شوي چې ښاغلي زم د امریکا د "دښمن حکومت" سره همکاري کوله، د هیواد د امنیت په خلاف یې کار کاوه، اسلام ته یې سپکاوی کړی او د ۲۰۱۷ کال په مظاهرو کې یې خلک تشدد ته هڅول.

د ۲۰۱۷ کال په مظاهرو کې چې د اقتصادي ستونزو له وجې خلک د هیواد لارو کوڅو ته راوتلي و، لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي و.

د بښنې نړیوالې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د خبریال او ناراضي روح الله زم اعدام "ټکان ورکونکی" عمل بللی. په اعلامیه کې ویل شوي چې د اعدام څخه د ځپلو د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کیږي.

دې ادارې ویلي چې ایران تیر کال لږ تر لږه ۲۵۱ کسان اعدام کړي چې د چی نه وروسته دویم هیواد دی چې په یو کال کې ډیر کسان اعداموي.

XS
SM
MD
LG