د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ګواښ کړی چې د اسرائیل برید ته به 'سخت ځواب' ورکړي


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبې اکتوبر ۲۸ (لړم اووه) ګواښ وکړ چې تهران به پر خپلو پوځي اډو د اسرائیل برید ته "سخت او موثر ځواب" ورکړي.

ددغه وزارت ویاند اسماعیل بقايي یو خبري کنفرانس ته وویل:‌ "مونږ د صهیونیستي رژیم تیري ته په ټینګه او موثره توګه د ځواب ورکولو لپاره له ټولو موجودو لارو او امکاناتو کار اخلو... زموږ د غبرګون څرنګوالی به د شوي برید په څرنګوالي پورې اړه ولري."

اسرائیل د شنبې په ورځ په ایران کې پر پوځي اډو باندې هوايي بریدونه وکړل او دغه بریدونه یې د اکتوبر په پیل کې پر خپله خاوره د ایران د توغندیو د برید ځواب وباله. تهران ویلي وو چې د اکتوبر د لومړۍ نیټې برید یې د انقلابي ګارډ د یو قومندان او په منځني ختیځ کې د ایران ملاتړ لرونکو وسله والو ډلو د مشرانو د وژل کېدو د غچ اخیستلو لپاره کړی و.

د ایران د پوځ په وینا، په بریدونو کې لږ تر لږه څلور سرتیري وژل شوي. ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په دغو بریدونو کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

د فارس خبری اژانس راپور ورکړ: "شهید الله الحوردي رحیمپور چې د صهیونیستی رژیم د وروستیو بریدونو په ترڅ کښې تهران ته څېرمه ووژل شو، خاورو ته وسپارل شو."

تسنیم خبري اژانس هم ددغه مړینې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې رحیمپور په یو شرکت کې د امنیت ساتونکي په توګه کار کاوه او د تهران په جنوب لویدیځ کې اوسېده.

چارواکو تر دې مخکې په بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور نه و ورکړی.

بل خوا د ایران د انقلابي ګارډ مشر حسین سلامي هم خبرداری ورکړی چې اسرائیل به د ایران پر پوځي اډو باندې له برید وروسته له "ترخو پایلو" سره مخامخ شي. ایراني رسنیو د حسین سلامي له خولې لیکلي چې اسرائیل د شنبې د ورځې په هوايي بریدونو کې "خپلو شومو اهدافو ته په رسېدو کې ناکام شوی دی."

د تسنیم خبري اژانس د راپور په اساس، سلامي ویلي چې د اسرائیل برید د "غلطې محاسبې او بې کفایتۍ" نښه ده ځکه چې اسرائیل په غزه او لبنان کې د تهران له ملاتړو وسله والو سره په جګړه کې ښکېل دی.

ددغې رسنۍ په حواله، سلامي خبرداری ورکړی چې "د دې ترخې پایلې به د اسرائیل لپاره د تصور وړ نه وي."

ایراني رسنیو د اسرائیل د برید شدت کم ښودلی دی. شنونکو دا د ایراني مشرانو له لورې له اسرائیل سره د کړکیچ د پراخېدو د مخنیوي هڅه ګڼلې ده.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي د یکشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل د برید په اړه چې څلور پوځیان پکې ووژل شول، "باید مبالغه و نشي او نه هم کم وښودل شي." هغه دا د اسرائیل له لوري یوه "غلطه محاسبه" وبلله.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل: "موږ جګړه نه غواړو، خو د خپل ولس او هېواد له حقونو به دفاع کوو."

پزشکیان زیاته کړې چې "ایران به د صهیونیست رژیم تیریو ته مناسب ځواب ورکړي."

همداشان د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران "د ځواب ویلو حق" بیا تکرار کړ او ویې ویل چې تهران د اسرائیل له برید څو ساعته مخکې "اشارې ترلاسه کړې وې."

په امریکا کې د اکسیوس رسنۍ د شنبې په ورځ وویل چې اسرائیل له خپل برید څخه مخکې "ایران ته پیغام لیږلی" او خبرداری یې ورکړی و چې "غچ اخیستونکي برید ته تیار شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG