د لاس رسي وړ اتصالات

هند او ایران د افغان سولې لپاره ګډه همکاري کوي


صدراعظم مودي وایې چې نوی ډهلی او تهران غواړي چې نړۍ او سیمه له ترهګرۍ پاکه وي
صدراعظم مودي وایې چې نوی ډهلی او تهران غواړي چې نړۍ او سیمه له ترهګرۍ پاکه وي

هندي او ایراني چارواکو ویلي چې دواړه خواووې به په ګډه په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د دري ورځني سفر لپاره په نوي ډهلي کې دی، نن د هند له ولسمشر او صدراعظم سره ولیدل.

له صدراعظم نریندار مودي سره په لیدنې کې ولسمشر روحاني او هندي چارواکو له ترهګرۍ، افراطیت او د نشه يي توکو د قاچاقو پر ضد د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا موافقه وکړه.

روحاني وایې چې له هندي چارواکو سره یې موافقه کړې چې "افغانستان باید خوښ او امن هېواد ووسي."

دارنګه د هند صدراعظم وویل: "موږ به په افغانستان کې د سولې، ثبات، سوکالۍ او د ټولو خلکو په شمول د یو سیسټم د رامنځته کولو لپاره کار وکړو."

صدراعظم مودي وویل چې نوی ډهلی او تهران غواړي چې نړۍ او سیمه له ترهګرۍ څخه پاکه وي.

صدراعظم مودي زیاته کړه چې دواړه هېوادونه د انرژۍ او امنیت د تقویې او د چهابهار بندر له لارې افغانستان او منځنۍ آسیا ته د رسیدو لپاره به د سیمې په کچه خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

په ۲۰۱۶ کال کې هند، ایران او افغانستان د ایران په چاه بهار بندر کې د یوه تجارتې لارې په جوړولو موافقه وکړه.

هند ژمنه کړې چې د چابهار بندر پر پراختیا او نورو مربوطه بنسټیزو پروژو ۵۰۰ میلیونه ډالر لګوي.

روحاني په داسې یو وخت کې هند ته سفر کړی دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نړیوالو قدرتونو سره د تهران د اټومي پروګرام له موافقې څخه د واشنګټن د په شا کېدو خبرداری ورکړی دی.

د ایران او امریکا ترینګلو اړیکو هند چې په سیمې کې د واشنګټن یو ستر ملګری دی، له یو پیچلي حالت سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG