د لاس رسي وړ اتصالات

ښايي ایران د اوکراین الوتکه ویشتلې وي- امریکایي رسنۍ


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

امریکایي رسنۍ د چارواکو له خولې داسې راپورونه خپاره کړي دي چې ګنې په تهران کې د اوکراین غورځیدلې الوتکه په میزایل ویشتل شوې ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په دې اړه د امریکایي رسنیو د خپاره شویو راپورونو په غبرګون کې وویل د الوتکې د غورځېدو په اړه "خپل شکونه" لري.

هغه زیاته کړه: "یوه بوږنونکې پېښه شوې ده. الوتکې په یوې نامساعدې فضا کې پرواز کاوه، ممکن کوم کس تېروتنه کړې وي."

په همدې حال کې امریکا غږ ته د امریکا د ترانسپورت د محافظت ادارې په یو لیک کې دا خبره تائید شوې چې د بوینګ (UIA flight 752) الوتکې د دغې الوتکې د پرواز او د غورځیدو په اړه د ټولو جزیاتو څیړلو لپاره، د امریکا د کورنیو چارو وزارت سره اړیکه نیولې ده.

دغه اداره چې ډیرۍ وخت ددغه شان پېښو په څیړلو کې تر ټولو مخکې وي، دا ځل د ایران او امریکا تر منځ د خرابو اړیکو له امله ورته تر دې دمه په تحقیقاتو کې د برخه اخیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د چهارشنبې د ورځې په سهار (جنوري۸) د تهران هوايي ډګر څخه له پرواز لږ وروسته وغورځېده چې په کې ۱۷۰ تنه مسافر او د الوتکې شپږعمله مړه شول. په دغو کسانو کې لس تنه مړه شوي دي.

ایران وایي د الوتکې تور بکس یې موندلی خو د بوینګ له امریکايي شرکت سره یې نه شریکوي. اوکراین یوه تحقیقاتي ډله ایران ته استولې ده.

XS
SM
MD
LG