د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د جګړې د پیل راهیسې د ایران جمهور رئیس په لومړي ځل دمشق ته ځي


د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد تیر کال ایران ته تللی و او د جمهور رئیس تر څنګ یې د ستر مذهبي مشر سره هم کتلي و.
د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد تیر کال ایران ته تللی و او د جمهور رئیس تر څنګ یې د ستر مذهبي مشر سره هم کتلي و.

ټاکل شوې د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي راتلونکې چارشنبې د سوریې پایتخت دمشق ته په دوه ورځني رسمي سفر ولاړ شي.

دا د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې لومړی ځل دی چې د ایران جمهور رئیس دې هیواد په رسمي سفر ورځي.

د ارنا رسمي خبري اژانس په دمشق کې د ایران د سفیر حسین اکبري له قوله په راپور کې ویلي چې سوریې ته د ښاغلي رئیسي دا سفر په سیمې کې پرمختګونو او بدلونونو په نظر کې نیولو سره ډیر مهم دی.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې ښاغلی رئیسي دمشق ته د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد په رسمې بلنې ورځي او د لوړې کچي اقتصادي او سیاسي پلاوی به ورسره په سفر کې وي.

تر اوسه د دې سفر د اجنډا په هکله په مطبوعاتو کې څه ندي ویل شوي خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تیرې جمعې په ورځ ویلي وو چې سوریې ته د رئیسي سفر د دواړو هیوادونو تر منځ د څو اړخیزې همکارۍ ښکارندویي کوي او تر څنګ یې دا هم وویل چې ایران د سوریې د ځواکونو سره د مرستې لپاره خپل نظامي سلاکارن هم استولي دي.

د ایران جمهور رئیس داسې مهال سوریې ته ځي چې له یوې خوا د تهران- ریاض اړیکې په ښه کېدو دي او له بلې خوا عربي هیوادونه غواړي پدې خبرې وکړي چې آیا د عرب لیګ په سازمان کې سوریې ته بیا غړیتوب ورکړي او که نه. د سوریې جمهوري ریاست تر اوسه دا سفر تائید کړی ندی.

د ایران سفیر وایي چې دا سفر یوازې تهران او دمشق ته نه بلکې په سیمه کې د نورو هیوادونو لپاره هم فرصت دی چې ګټه ترې واخلي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت تیره میاشت ویلي و چې چې نهه عرب هېوادونه سعودي عربستان ته بلل شوي وو چې د سوریې په اړه بحثونه وکړي او وګوري چې آیا د انزوا څخه یې خلاص کړي که نه.

په همدې حال کې د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي د تهران –دمشق اړیکې ستایلي او د دواړو هیوادونو لپاره حیاتي بللې دي. خامنه اي تیر کال ویلي و چې دا اړیکې هر څومره چې امکان لري باید غښتلې شي.

ایران په سوریه کې د جګړې د پیل راهیسې د اسد رژیم سره مالي او نظامي مرستې کړي او همدرانګه ادعا لري چې د بشارالاسد په بلنې یې دې هیواد ته د نظامي سلا مشورې ورکوونې لپاره خپل ځواکونه هم هلته استولي دي.

د سوریې په کورنۍ جګړې کې چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې څه باندې ۵ سوه زره کسان وژل شوي او د دې هیواد تقریباً نیمایي وګړي اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي نورو دننه په سوریه کې بې ځایه شي او یا نور هیوادونو ته کډه وکړي.

XS
SM
MD
LG