د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د الوتکې په اړه پلټنو کې د اوکراین او بوینګ شرکت سره د همکارۍ ژمنه وکړه


د اوکراین د نړیوالې کرښې یوه بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه د چهارشنبې په سهار د تهران هوايي ډګر څخه د پورته کیدو وروسته پریوته.
د اوکراین د نړیوالې کرښې یوه بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه د چهارشنبې په سهار د تهران هوايي ډګر څخه د پورته کیدو وروسته پریوته.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت، اوکراین او بوینګ شرکت ته دغه هېواد کې د اوکراین د نړیوالې کرښې د پریوتې ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکې د نسکورېدو د عواملو په اړه پټنو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

امریکايي رسنیو د پنجشنبې په ورځ ( مرغومی ۱۹مه)د دغه هېواد د استخباراتي چارواکو د ادعاوو له مخې خبر ورکړ،چې په تهران کې پریوتې اوکرایني الوتکه، چې په کې ۱۷۶ مسافر مړه شول، د الوتکې ضد توغندي په واسطه نسکوره شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي نن جمعه ( مرغومې ۲۰مه) په یوې خبري ناستې کې دغه ادعاوې "مشکوکه فضا جوړونه" وبللې او وې ویل "ایران د بین المللي معیارونو پر اساس، د الوتکې په هکله څېړنې پیل کړي‌ دي."

ښاغلي موسوي د هغو هېوادونو د پلاوو په حضور کې، چې د الوتکې د پریوتلو په پېښې کې یې وګړي مړه شوي د کاناډا د صدراعظم څخه غوښتل "تر څو د الوتکې د نسکورېدو په اړه خپلې ارزونې دې، حقیقت موندنې پلاوي سره شریکې کړي."

د کاناډا صدراعظم جسټن ترودو له دې پېښې وروسته ویلي و چې "د الوتکې د سقوط په اړه کره اسناد په لاس کې لري او ښيي چې، الوتکه د ایران د ځمکې نه هوا ته توغندي په وسیلې نسکوره شوې."

په همدې حال د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د امریکا، اوکراین، فرانسې، کاناډا او سویډن هېوادونو پلاوي هم کولی شي د پلټنو او څېړنو بهیر وڅاري.

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې رئیس علی عابد زاده ویلي "موږ د الوتکې د تور بکس نه د معلوماتو را ایستلو په برخې کې وړتیا لرو، او د اړتیا په صورت کې به له نورو هېوادونو مرسته هم وغواړو."

تېره چهارشنبه دغه اوکرایني الوتکه د تهران د امام خمیني له هوايي ډګر نه د الوتو لږ وروسته دغه هیوايي ډګر سره نږدې را نسکوره شوه.

په الوتکې کې د لسو افغانانو په شمول، ټول ۱۷۶ تنه سپاره مسافر مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون پنچشنبه د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼې کې راغلي چې ښاغلي زلنسکي افغان ولسمشر ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

ولسمشر غني په دې خبرو کې هیله څرګنده کړې چې، "ایراني چارواکي به د پریوتې الوتکې تور بکس، څیړونکو ته وسپاري."

تر اوسه بوینګ شرکت د ایران دغه وړاندیز ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG