د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: په عراق کې د اسرائیل په یو ستراتیژیک مرکز مو برید کړی


د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۲) وروسته له هغې چې د عراق په شمال کې کردي مقاماتو د پولې اخوا څخه د میزایلو د توغیدو خبرورکړ، وویل چې په عراق کې یې د اسرائیل په یو ستراتیژیک مرکز د میزایلو برید کړی دی.

سپاه پاسداران په یوه اعلامیه په خپله رسمي ویبپاڼه لیکلي چې: «د صهونیستانو د دسیسو او شیطانت یو ستراتیژیک مرکز په هغو قوي او دقیقو میزایلو لګیدلی چې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران توغولي.»

سپاه پاسداران همداشان ویلي: «یو ځل بیا مونږ جنایتکاره صهونیست رژیم ته خبرداری ورکوو چې هر ډول شیطانت تکرار به یې د سخت، غوڅ او ویجاړونکي غبرګون سره مخامخ شي.»

دا برید پداسې حال کې کیږي چې د تېرې دوشنبې په ورځ په سوریې کې د اسرائیلو په یو هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسداران دوه غړي ووژل شول. سپاه ژمنه کړې وه چې ددغه برید غچ به واخلي.

دمخه تر دې نن د یکشنبې په ورځ کردي چارواکو خبر ورکړی و چې «د امریکایي تاسیساتو په ګډون د عراقي کردستان په پلازمینې اربیل باندې یو شمېر بالستیک توغندي لګېدلي دي، زیان یې اړولی خو عمده تلفات یې ندي پیښ کړي.» دغو چارواکو زیاته کړې وه چې توغندي د عراق د خاورې له بهر څخه توغول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند دغه برید غندلی او ویلي دي چې امریکایان په کې ندي وژل شوي او په اربیل کې امریکایی تاسیساتو ته زیان ندی اوښتی.

د عراق دولتي تلویزیون د کردستان د سیمې د استخباراتو د یو چارواکي له قوله ویلي چې د عراق له خاورې دباندې ۱۲ توغول شوي بالستیک توغندي د عراق د اربیل په ښار کې لګېدلي دي.

له دې برید مخکې د اربیل په نړیوال هوايي ډګر کې په میشتو امریکايي ځواکونو د ډرون او توغندیو بریدونه شويدي چې امریکايي چارواکو یې پړه په ایران پلوه ملیشو اچولې ده، خو په تیرو څو میاشتو کې دا ډول بریدونه، نه وو شوي.

ایران پلوه شیعه ملیشو له دې مخکې هم په عراق او سوریې کې په امریکايي ځواکونو بریدونه کړي، چې واشنګټن یې ځواب په هوايي بریدونو ویلی دی. خو په عراق باندې د پولې له اخوا څخه د میزایلو توغول ډیر کم پیښیږي.

XS
SM
MD
LG